د هډوکو ماتوونکې تبې بنګله دېش کې لږترلږه ۱۰۰۰ تنه مړه کړي

د هډوکو ماتوونکې تبې باندې اخته ناروغان د بنګله ديش د پایتخت ډهاکې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په بنګله دیش کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان د هډوکو ماتوونکې تبې (ډینګي تبې) له امله مړه شوي دي. دا د بنګله دېش په تاریخ کې د غوماشو په واسطه رامینځته کېدونکې تر ټولو وژونکې ناروغي ښودل شوې ده.

د بنګله دېش د عامې روغتیا ادارې له خوا د یکشنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) خپاره شوي ارقام ښيي چې په دغه هېواد کې په ډینګي تبې باندې دا کال تر اوسه د اخته شویو ټولو ۲۰۰ زره کسانو له جملې څخه ۱۰۰۶ کسان مړه شوي دي.

د دې ادارې پخواني مشر بي نذیر احمد فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې سږکال تر دې دمه د مړینو شمیر، د ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې چې په بنګله دېش کې ددې ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه، د تیرو کلونو له مجموعي شمېر څخه هم لوړ دی.

هغه زیاته کړه: "دا په بنګله دیش او نړۍ کې یوه لویه روغتیایی پیښه ده."

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس تیره میاشت وویل چې دې ناروغي په بنګله دیش کې "پر روغتیایی سیسټم لوی فشار اچولی دی."

ډینګي یوه ساري ناروغي ده چې په استوایي سیمو کې پیدا کیږي او د لوړې تبې، سر درد، زړه بدوالي، عضلاتو درد او په خورا جدي حالتونو کې د بدن څخه د وینې د جاري کیدو او مرګ لامل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د اقلیم بدلون د ډینګي، ژیړې تبې او زیکا په څېر ویروسي ناروغیو چې د غوماشو له خوا رامینځته کیږي، د چټکې خپرېدو او پراخېدو لامل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په افغانستان کې هم د ډینګي تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په ننګرهار ولایت کې په لسګونو خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغه ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.