"د بنو غونډه د پاکستان پوځ ته کلک ځواب و"

د پښتون تحفظ تح‏ریک په بنو کې یوه احتجاجي غونډه کړیده چې د گډونوالو په وینا "دغه د پاکستان پوځ ته کلک ځواب و چې ویل یې، پي ټي ایم نورې لوی غونډې نشي کولی".

د پښتون تحفظ مشر محسن داوړ امریکاغږ ته د بنو د غونډې نه وروسته وویل چې دغه یوه ډیره لویه او تاریخي غونډه وه او دغه د پاکستان د پوځ ویاند ته یو کلک ځواب و.

د یادونې وړ ده د پاکستان د پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنگ په اړه په یوې تبصرې کې ویلي و چې راتلونکې کې به د پښتون تحریک لویې غونډې ونه شې کړی.

د پښتون تحریک یو مشر محسن داوړ چې اوس د پارلمان غړی هم دی، په دغه غونډه کې د خلکو په گڼ شمیر گډون د ولس لخوا د پاکستان پوځ ته ځواب وبلو.

هغه وویل

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ د بنو د جلسې نه وروسته امریکا غږ پښتو ته دغه پیغام رالیږلی

د پښتون تحفظ تحریک یو بل فعال غړي عبدالله ننگیال د گډونوالو نه مننه وکړه او وی ویل چې نن پښتنو ته دا ثابته شوه چې د پاکستان مطبوعات د پښتنو په اړه خپرونې نه کوي. هغه د امریکاغږ ته په خپل ثبتې شوې ویډیو کې وایي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې یو غړي د بنو د جلسې نه وروسته امریکا غږ پښتو ته دغه پیغام رالیږلی

د پي ټی ایم یو بل فعال غړي رضا وزیر هم د بنو غونډه یوه تاریخي غونډه وبلله. هغه وایي چې دا جنرال غفور ته یو څرگند پیغام و چې پښتون تحریک به مدام قوي وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې یو غړي د بنو د جلسې نه وروسته امریکا غږ پښتو ته دغه پیغام رالیږلی

د تحریک غړی کفایت شاه هم دغه خبره تکرار کړه چې دغه غونډه د پاکستان پوځ ته ځواب و. هغه پخپل پیغام کې وایي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې یو غړي د بنو د جلسې نه وروسته امریکا غږ پښتو ته دغه پیغام رالیږلی

د پښتون ژغورنې تحریک دغه احتجاجي غونډه د ځینو انتقاد کونکو هغه ادعاگانو ته هم ځواب و چې ویل یې د تحریک د دوو مخکښو مشرانو علي وزیر او د محسن داوړ د پارلمان د انتخاباتو د گټلو وروسته به په تح‏ریک منفي اغیز وشي.

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې د پارلمان نه د باندې او دننه به د پښتنو د حقونو مبارزه تر هغې جاري وي تر څو د هغوي ټولې غوښتنې پرځای شوې نه وي.