ځانګړی راپور؛ د نورستان په مرکز کې یوه سلماني شته

د نورستان مرکز پارون ښکلې منظرې او طبیعي ښکلا لري. نورستانیان وایې چې حکومت یې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د ولایت د بیارغونې او آبادۍ لپاره ډیر کار نه دی کړی.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي د نورستان په هکله د خپلو خاصو رئپوټونو په لړ کې ددغه ولایت پر کلیو او بانډو ګرځيدلی دی.

غازی وایې چې په پارون کې د سیلانیانو او نورو مساپرو لپاره حد اقل یو هوټل نشته. پدې ښار کې یواځې یوه سلماني شته او څو کوچني رستورانتونه.

ظاهراً د پارون ډیرې سیمې امنې دي او پولیسو د خلکو د امنیت لپاره د ښار په اکثرو برخو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

یو څه چې ښايي د نورو ولایتونو د اوسېدونکو سره توپیر ولري دادي چې نورستانیان په خپل ولایت کې د ناآشنا خلکو د لېدو په صورت کې امنیتي مامورین خبروي.

د نورستان والي امریکا غږ ته ویلي چې په پارون او نورو ولسوالیو کې د پانګونې د جلب او جذب لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

حافظ عبدالقیوم زیاتوي چې "له ډیرو پانګه والو سره یې د پانګونې په خاطر خبرې کړي دي." د ښاغلي عبدالقیوم په وینا د پانګونې لپاره ضروري ده چې نورستان ته غځېدلي سړکونه ترمیم شي.

د نورستانیانو ژوند ستړی او غریبي یې ډېره ده، خو دغلته پانګونه او د ژوند د اسانتیاوو ډېرېدل د راتلونکې نسل دا سخت مزل اسانولی شي.

Your browser doesn’t support HTML5

ځانګړی راپور؛ نورستان د ښکلو منظرو او زیارکښتو افغانانو کور