کنړ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ جګړه

د کنړ چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه کې اوه داعش وسله وال وژل شوي دي.

ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې داعش او طالب وسله والو په چپې درې ولسوالۍ وچ ناو او نیازو سیمو کې جګړه پیل کړې چې تېره ورځ پکې اوه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د کنړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان هم تائیدوي، چې په چپه دره کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په چپه دره کې د داعش او طالبانو تر منځ له جګړو څخه تر ۲۰۰ زیاتې کورنۍ کډوالې شوي، چې نژدې ولسوالیو او مرکز اسداباد ته راوتلي دي.

د کونړ نورګل کې د داعش خلاف عملیات، چې افغان ګډو ځواکونو د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د داعش خلاف عملیات پیل کړي چې له تېرې ورځې راهیسې پکې اوه داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي وویل دغه عملیات د سېلاب نمبر ۳ په نوم له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي دي او غواړي د راتلونکو ټاکنو لپاره د زمینې برابرلو په خاطر سیمې له داعش څخه پاکې کړي.