د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د هوايي ځواکونو د مرستې نه رسیدلو له امله د دغه ولایت د اجرستان د ولسوالۍ ودانۍ وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د غزني د ولایتي شورا رئیسې لطیفې اکبري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د اجرستان د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده او په امنیه قوماندانۍ کې یو شمیر سرتیري له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې دي.

هغې زیاته کړه "له درې ورځو راهیسې په اجرستان کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه او زموږ اړیکه له امنیه قوماندان سره له تیرې ورځې راهیسې پرې شوې ده، په اوس وخت کې ۷ عسکر د قوماندانۍ په ودانۍ کې پاتې دي نورې ټولې سیمې طالبانو نیولي دي".

د ولایتي شورا غړي ادعا کوي، چې ښايي د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی وي او یا له یو شمیر سرتیرو سره وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوی وي.

خو د غزني والي عبدالکریم متین امریکا غږ ته وویل، چې د اجرستان ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او لا هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

ښاغلي متین زیاته کړه "همدا اوس د مرستندویو ځواکونو څلورو طیارو د ولسوالۍ په مرکز کې ناسته کړې ده او دوه نورې طیارې په هوا کې دي او ژر به ورسیږي".

د غزني والي تائید کړه، چې له اجرستان ولسوالۍ سره ټیلیفوني اړیکې پرې شوي.

له تیرو درې ورځو راهیسې د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا تراوسه په کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۸ منسوبین وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

طالبانو د دغې ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه دوی ته تسلیم شوي دي.

د غزني سیمه‌يیزو چارواکو د طالبانو ادعا رد کړې ده.

د اجرستان ولسوالۍ په وروستیو کلونو کې څو ځل د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبان ترمنځ لاس په لاس شوې ده.