یو ایرانی دپلومات په بلجیم کې په ۲۰کاله بند محکوم شو

د بلجیم د انتورپ ښار د محکمې ودانۍ

د بلجیم یوې محکمې یو ایرانی دپلومات په ۲۰۱۸کال کې د شوي بمي برید د دسیسې په تړاو چې په فرانسه کې یې د ایران د حکومت یوه مخالفه ډله په نښه کړې وه، په بند محکوم کړ.

دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۶) ایراني دپلومات اسدالله اسدي ته د ۲۰کاله بند سزا اعلان کړه.

بلجیمي څارنوالان وایي په ویانا کې میشت اسدي او نورو پلان درلود چې په پاریس کې میشت د ایران د مقاومت د ملي شورا پر لاریون باندې بمي برید وکړي.

له بلې خوا ایران د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه د بلجیم د محکمې له خوا د ایراني دپلومات محکوم کیدل غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خاتبزاده ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د بلجیم د انتورپ د محکمې اعلان غندي چې له مخې یې اسدالله اسدي په ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.»

تهران دغه «قضایي بهیر او حکم»، «غیرقانوني او د نړیوال قانون څخه څرګنده سرغړونه» ګڼي.

د بلجیم محکمې همداشان درې تنه نور هم د پنجشنبې په ورځ له ۱۵کالو څخه تر ۱۸کالو بند په سزا محکوم کړل.

ښاغلی اسدي چې جرمني ته د سفر پر وخت نیول شوی، تیر کال یې په خپله محاکمه کې له شاهدي ورکولو ډډه کړې وه او ادعا یې کوله چې هغه دپلوماتیک مصؤنیت لري.

دا لومړی ځل دی چې د اروپایي ټولنې د یو غړي هیواد محکمه د تروریزم اړوند په یوه دوسیه کې چې د ایران د ۱۹۷۹کال د اسلامي انقلاب وروسته یو ایرانی چارواکی په کې ښکیل دی، دغه ډول پریکړه کوي.