د پخلي د خطرناکو طریقو د مخنیوي لپاره نړیواله هڅه پیل شوې

د عراق په بصره کې د عاشورا په مراسمو کې پخلی

د ۵۰ هیوادونو استازي د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۵) په فرانسه کې غونډه کوي چې په نړۍ کې د پخلي خوندي طریقو ته د لاسرسي د نشتوالي په اړه بحث وکړي چې هر کال د میلیونونو کسانو د مړینې لامل بلل کیږي او په نړیواله کچه تودوخه زیاتوي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې او د افریقا پرمختیایي بانک په یو راپور کې اندېښنه څرګنده شوې چې په ۱۲۸ هیوادونو کې شاوخوا ۲.۳ میلیارد خلک په اور د پخلي کولو او لوګي د تنفس کولو له کبله له خطر سره مخامخ دي.

دغو ادارو ویلي چې هر کال شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلک د پخلي د غیر خوندي طریقو له کبله له وخت وړاندې مري چې ښځې او ماشومان تر نورو زیات زیانمن کیږي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې د ټکنالوژۍ د څانګې مشرې لورا کوزي خبریالانو ته وویل چې دغه اداره په پاریس کې "بې ساري" غونډې ته د "د بدلون لپاره د فرصت" په سترګه ګوري. کوزي زیاته کړه چې دا ستونزه یوازې د پخلي نه بلکې په "جنسیت، د ځنګلونو د ساتنې، د اقلیم بدلون، انرژۍ او روغتیا پورې هم تړلې ده."

د نړۍ دریمه برخه انسانان د پخلي د پاره د لرګیو، ډبرو سکرو او د څارویو د فاضله موادو په شمول داسې توکي کاروي چې د سوځولو په وخت زیان رسوونکی دود تولیدي.

ددغه اور او دود له کبله په هوا کې داسې وړې ذرې خپریږي چې د انسان سږو ته ننوځي او د سرطانونو او د زړه د ناروغیو سبب کیږي.

د پخلي دا ناپاکې طریقې په نړۍ کې د انسانانو له وخت څخه وړاندې مړینو د دریمې برخې لامل بلل کیږي. متخصصین وايي، دا دود په ماشومانو کې د سینه بغل لوی لامل دی.

دا مطلب هم ولولئ د نړۍ یو پر دریمه وګړي د پخلي له غیر صحي لارو چارو کار اخلي – څیړنه

ټاکل شوې ده چې په پاریس کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په مرکزي دفتر کې دا غونډه په ځانګړي ډول پر افریقا تمرکز وکړي چیري چې د پخلي ناپاکې طریقې د انسانانو له وخت څخه د وړاندې مړینو دوهم ترټولو ستر لامل بلل کیږي.

د سونګ د پاره د ونو وهل او د تیلو د سوځولو په نتیجه کې د مضره ګازونو تولید د نړیوالې تودوخې لوی لاملونه ګڼل کیږي.

د انرژۍ نړیواله اداره اټکل کوي چې د ګازو او بریښنا د استعمال په شمول د پخلي د پاکو طریقو عام کول کیدی شي تر ۲۰۳۰ پورې په هوا کې د ۱.۵ میلیارد ټنو کاربن ډای اکساید د تولید مخنیوی وکړي. په نړۍ کې بیړیو او الوتکو تیر کال په همدې اندازه کاربن ډای اکساید تولید کړی و.

په چین، هند او اندونیزیا کې په تیره لسیزه کې د حکومت په مالي مرسته خلکو ته وړیا ګاز ډبې او ارزانه ګاز ویشل شوی او له کبله یې د پخلي پاکو طریقو ته لاسرسی پراخ شوی دی.

خو دا کار په افریقا کې ندی شوی چیرې چې له هرو پنځو څخه څلور کورنۍ د پخلي د پاره د سونګ په ډیرو ککړو توکو تکیه کوي او وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې کارپوه ډان ویټزل وویل: "موږ ځینې ګډې هڅې ګورو چې په کینیا، ګانا او تنزانیا کې د مثبت بدلون لامل کیږي. خو د نفوس د چټک زیاتوالي له کبله دغه نتایج ډیر نه محسوس کیږي. "

د انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ددغه مشکل د حل د پاره د اړتیا وړ پیسې د انرژۍ په سکتور کې د نړیوالې پانګونې یوه ډیره کوچنۍ برخه جوړوي.

په نړۍ کې د پخلي د پاکو طریقو د مروج کولو د پاره شاوخوا اته میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، چې دا مقدار پیسې په ۲۰۲۲ کې په نړیواله کچه د حکومتونو له خوا د انرژۍ په برخه کې د لګول شویو پیسو له یوې سلنې لږ دي.