بایډن د اوکراین سره د ۱۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستو اعلان وکړ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مې ۶ (غوایي۱۶) د اوکراین سره د ۱۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د وسلو د نویو مرستو اعلان وکړ.

ښاغلي بایډن وویل، " زه د یوې بلې امنیتي همکارۍ اعلان کوم چې اوکراین ته به د توپچي مهمات، رادارونه او نور تجهیزات برابر شي".

د امریکا مشر ددې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې د اوکراین سره د مرستو لپاره بودجه مخ په خلاصیدو ده او کانګریس څخه یې وغوښتل چې نورې مرستې منظورې کړي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په نویو مرستو کې ۲۵ زره د هاوان ۱۵۵ ملي متره مرمۍ، د توغندیو ضد رادارونه چې د دښمن د ډزې کولو سرچینه پیدا کولی شي، د وسلو پرزې او د برقي وسایلو د جام کولو وسایل شامل دي.

متحده ایالاتو تیره اوونۍ اوکراین ته د توپ وسلې ورکړې وې او داسې څرګندیږي چې دا مرمۍ د همدې توپونو لپاره اوکراین ته ورکول کیږي.

د اوکراین سره د تازه مرستو په هکله د جمهور رئیس جو بایډن په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ دا وسلې او تجهیزات چې کانګریس یې اجازه ورکړې، په مستقیمه توګه د اوکراین د آزادۍ لومړۍ کرښې ته استوو".

ښاغلي بایډن د اوکراین سره په دومره ډیر شمیر د وسلو مرسته کول "تاریخي" وبلل او زیاته یې کړه چې متحده ایالات او متحدین یې باید چې د "ځنډ پرته" اوکراین ته د وسلو او مهماتو رسیدل جاري وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نېټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو د کیف سره یوازې د وسلو لپاره د ۳.۸ ملیون ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې دا تازه اعلان شوې مرستې هم پکې شاملې دي.

متحده ایالاتو اوکراین ته ثقیله توپونه، د اوږې څخه واریدونکي د الوتکو ضد سټینګر راکټونه او نور تجهیزات ورکړیدي.

د امریکا حکومت د کانګریس څخه غواړي چې د اوکراین سره د مرستو لپاره ۳۳ ملیارده ډالر منظور کړي چې یوازې ۲۰ ملیارده یې نظامي مرستو ته ځانګړي شوي.

د امریکا جمهور رئیس د اوکراین سره دا تازه نظامي مرستې پداسې حال کې اعلانوي چې ټاکل شوې ښاغلی بایډن او د جي-۷ هیوادونو مشران د همدې را روانې یکشنبې په ورځ د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یو ځای په ګډې غونډې کې په آنلاین بڼه برخه واخلي او د اوکراین سره د غربي هیوادونو په همکارۍ خبرې وکړي.