بایډن له روسیې او چین څخه وغوښتل د اتومي وسلو د کنترول خبرو ته داخل شي 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایدن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن دوشنبه اګست لومړۍ (زمری لسمه) په چین او روسیې باندې غږ وکړ چې د اتومي وسلو د کنترول خبرو ته داخل شي.

نوموړي وویل چې په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته مسکو دنده لري چې په دې اړه خپل مسئولیت په ډاګه کړي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي حکومت یې چمتو دی د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د بین البراعظمي اتومي تړون «نوي پیل» د بدیل په توګه «خبرې چټکې» کړې. دا تړون په ۲۰۲۶ کال کې ختمېږي.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې «روسیه باید واضحه کړي چې د اتومي وسلو د کنترول لپاره د خبرو بیا پیلولو ته چمتو ده».

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي بایډن ویلي دي: «خو مذاکرات یو لیوال ملګری غواړي چې د ښه نیت په اساس عمل وکړي. او په اوکراین باندې د روسیې وحشیانه او غیر موجه یرغل په اروپا کې سوله ګډه وډه کړې او دا د نړیوال نظم په اساسي اصولو برید دی.»

ښاغلي بایډن په چین باندې هم غږ وکړ او وویل چې دا کمونست دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه دنده لري چې «په خبرو کې چې د غلطې محاسبې خطر کموي داخل شي او بې ثباته کوونکو پوځي تحرکاتو ته رسېدګي وکړي».

ښاغلي بایډن زیاته کړه: «د اتومي وسلو د کنترول او نه خپرولو په برخه کې له اساسي تعامل سره مقاومت زموږ د هېڅ ولس او نړۍ په ګټه نه دی.»

ښاغلي بایډن همدغه راز وویل چې زبرځواکونه امریکا او روسیه دا ګډ مسئولیت لري چې د خبرو زمینه برابره او د اتومي وسلو د نه خپرېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې نړۍ دا اطمینان ترلاسه کولای شي چې د امریکا حکومت به په دې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي چې په هر ځای کې خلک وژغورل شي.