بایډن ته د بیجنګ خبرداری، د چین مهار کول”ناممکنه کار“دی

په داسې حال کې چې د جو بایډن حکومت د چین خلاف د اسیایي اتحادونو په ځواکمن کولو بوخت دی، د چین د دفاع وزارت نن پنجشنبه ۲۸ جنوري ( سلواغې ۹) د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی چې د چین مهار کول یو ناممکنه کار دی.

چین او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ ‌اړیکې په دې وروستیو کې د ځینو تجارتي مسایلو، د کرونا وبا، د اویغور مسلمانانو په ګډون مذهبي لګکیو سره د چین بد چلند، د بشر د حقونو نقض کول او په هانګ کې د بیجنګ مستبدانه فعالیتونو له کبله خرابې شوې دي.

د چین په جنوبي سیند کې د چین اضافه روي او له تایوان سره یې مناقشه له هغو نورو ستونزو څخه دي چې د ولسمشر ټرمپ پر وخت یې د چین او امریکا اړیکې لا هم خرابې کړې وې.

همداراز چین په ملیاردونو ډالر په خپل نظامي ځواک مصرف کړي او د چین رییس جمهور، شي جینپینګ غواړي چې تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې د چین اردو په نړۍ کې په یوې مدرنې او عصري اردو بدله کړي.

د چین د دفاع وزارت ویاند، وو چیین ویلي: “ریښتیا خو دا ده چې د چین مهار کول یو ناشونی کار دی او یواځې په خپلې پښې باندې د تیشې وهلو په څیر دی. د بایډن د حکومت د پیل سره د امریکا او چین اړیکې بیا د پیل یوې تاریخي نقطې ته رسیدلي او کولی شو چې دغه اړیکې په ښې لورې بدلې کړو.“

هغه له امریکا څخه وغوښتل چې د یو بل سره د سیالۍ پر‌ ځاې د احترام او پیرزوینې پالیسي خپله کړي.

خو له بلې خوا د جو بایډن د حکومت له پیل سره لا هم تر اوسه د چین او امریکا په اړیکو کې د شته ستونزو د کمیدو کوم څرک نه لیدل کیږي. یواځې د تیرې اونۍ وروستیو ورځو کې امریکا یوه ډله جنګي کښتۍ د چین جنوبي اوبو ته ولیږلې.

ولسشمر بایډن د اسیایي هیوادونو سره د امریکا د اړیکو بیا ښه کولو په نیت د چهارشنبې په ورځ ۲۷ جنوري د جاپان صدراعظم یوشیهیدا سوګا سره خبرې وکړې او د جاپان او چین ترمنځ د سنکاکو د ټاپو ګانو په سر جنجال کې یې یوځل بیا د جاپان له دریځ‌ څخه دفاع وکړله.

همداراز د امریکا د دفاع نوي وزیر، لویډ آسټن په خپلو ورستیو اړیکو کې د جنوبي‌کوریا، اسټرالیا او هند له دفاع وزیرانو سره د سیمې امنیتي تهدیداتو په اړه خبرې کړې دي. د چین اړیکې په دې وروستیو کې له دغو هیوادونو سره هم خرابې شوې وې.