امریکا د جیمي کارتر په مړینه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه؛ د نړۍ مشرانو غبرګون ښودلی

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر جیمي کارتر په مړینه د جنوري نهمه د ملي ماتم ورځ اعلان کړې او په امریکایانو یې غږ کړی چې په دغه ورځ د کارتر یاد ته د درناوي لپاره خپلو عبادت ځایونو ته لاړ شي.

د امریکا ۳۹م ولسمشر د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي نهمه) د ۱۰۰ کلونو په عمر مړ شو.

بایډن د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل: "زه د امریکا پر خلکو غږ کوم چې په دې ورځ په خپلو عبادت ځایونو کې د ولسمشر جیمز ارل کارټر جونیر یاد ته د درناوي لپاره راټول شي... زه د نړۍ خلکو ته چې په دې غم کې ځان شریک بولي، بلنه ورکوم چې زموږ سره په دې یاد کې برخه واخلي."

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکایان له کارتر څخه "د مننې پوروړي" دي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "جیمي زموږ د هیواد لپاره په یو مهم وخت کې د ولسمشر په توګه له ننګونو سره مخامخ و او هغه د ټولو امریکایانو د ژوند د ښه کولو لپاره تر خپلې وسې هرڅه وکړل."

دا مطلب هم ولولئ د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د۱۰۰ کلونو په عمر مړ شو

د متحده ایالاتو د نورو پخوانیو ولسمشرانو له جملې څخه، بیل کلینټن ویلي چې کارتر "د یوې غوره او عادلانه نړۍ لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې کړي دي."

جورج ډبلیو بوش وویل چې کارتر "[د ولسمشرۍ] دفتر عزتمند کړ. او د یوې ښې نړۍ د پریښودو هڅې یې د ولسمشرۍ [د دورې له بشپړېدو] سره پای ته ونه رسیدلې."

بارک اوباما هم د کارتر ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه "موږ ټولو ته د وقار، عدالت او خدمت ژوند کولو معنی ښودلې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې کارتر "له ډیر وخت څخه په دې پوهېده چې د ځمکې ګډه ساتنه او د نړۍ د عامې روغتیا وده زموږ د ملي امنیت د ګټو لپاره حیاتي ده."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش وویل چې کارتر به "له زیانمنو سره د هغه د پیوستون، د هغه د تل پاتې مرستو او مهربانۍ او زموږ د ګډ انسانیت لپاره د هغه د نه ستړي کیدونکي باور له مخې په یاد کې وساتل شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانم غیبریوس ویلي چې د کارتر د ولسمشرۍ له دورې وروسته د کارتر د بنسټ هلو ځلو "د بې شمیره خلکو ژوند وژغوره او د ډیرو استوایي ناروغیو د له منځه وړلو سره یې مرسته وکړه."

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د "بشري هڅو د سمبول" په توګه د کارتر ستاینه کړې او په ۱۹۷۸ کال کې د مصر او اسرائیل ترمنځ د سولې په خبرو کې یې د هغه د رول یادونه کړې ده.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي چې د کارتر په منځګړيتوب د مصر سره د اسرائیل د سولې تړون "د څو لسیزو لپاره په ټول منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ثبات لامل شو."

هرزوګ زیاته کړه: "د هغه میراث به د ملتونو ترمنځ د سولې ټینګښت ته د هغه د ژورې ژمنې له مخې تعریف شي."

د اروپایي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین د کارتر د "غوره میراث" د ژوندي پاتې کېدو غوښتنه وکړه. وان دیر لاین وویل: "د هغه کار په ټوله نړۍ کې سولې، روغتیا او ډیموکراسۍ ته وده ورکړه... هغه به د خپل اخلاقي مشرتابه له کبله په یادونو کې پاتې وي."

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د کارتر د مړینې په مناسبت وویل: "امریکا د ډیموکراسۍ یو مبارز له لاسه ورکړ. نړۍ په منځني ختیځ کې د سولې او د بشري حقونو لپاره یو ستر منځګړی له لاسه ورکړ."

د کاناډا صدراعظم جسټین تروډو ویلي چې کارتر ورته "تل فکري او سخاوتمندانه" مشورې ورکړي دي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د کارتر مړینه یوه "افسوسناکه ضایعه" بللې ده.

د برتانیې پاچا چارلس دریم وویل چې د کارتر "تقدس او عاجزي د ډیرو لپاره الهام ګرځیدلی" دی. د بریتانیې صدراعظم کییر سټارمر د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ته د درناوي یادونه کړې چې د نوموړي په خبره، د سولې ټینګښت ته یې خپل ژوند وقف کړی و.

د پاناما ولسمشر هوزې مولینو د کارتر ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو دغه پخواني دیموکرات ولسمشر له پاناما سره د "بشپړ ملي حاکمیت" په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده.

کارتر په خپله دوره کې د پاناما کانال د کنترول چارې له واشنګټن څخه پاناما ته د سپارلو لپاره موافقه وکړه.

د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا کارتر د "ډیموکراسۍ مینه وال او د سولې مدافع" وباله او د برازیل د هغه وخت په دیکتاتور نظام باندې یې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره د کارتر د فشار اچولو یادونه وکړه.

لولا دا سیلوا وویل: "هغه به تل د یو داسې شخصیت په توګه په یادونو کې وساتل شي چې سوله یې د پرمختګ لپاره اساسي شرط باله."

که څه هم ډیرو مشرانو کارتر د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ پورې د هغه د ولسمشرۍ د دورې له مخې یاد کړی، خو د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي کارتر "د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ثابت ملاتړ" له کبله یاد کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل چې کارتر "د خورا بې وزلو د حقونو لپاره ثابت مدافع و او د سولې لپاره یې نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده."

د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي چې د کارتر په مړینه "ډیر غمجن" شوی دی. د کارتر ادارې په ۱۹۷۸ کې له بیجینګ سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړې.

د چین د سي سي ټیوي دولتي نشراتي ادارې په حواله، شي جینپینګ ویلي چې کارتر "له اوږدې مودې راهیسې د چین او متحده ایالاتو د اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه تعامل او همکارۍ د ودې لپاره مهم کار کړی دی."

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس او سوشیتد پرس اژانسونو معلومات کارول شوي.