بایډن: افغانستان د امپراتوریو 'هدیره' ده، خو د 'وحدت وړتیا' نلري

په سپینه ماڼۍ کې د جو بایډن خبري کنفرانس

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومي ۲۹) د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړ ایستلو په اړه د خپل تصمیم نه دفاع وکړه او وویل چې یو حکومت نشي کولای دا هیواد اداره کړي.

ښاغلي بایډن د خپلې واکمنۍ د لومړي کال د کالیزې په درشل کې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خطاب کې وویل وویل: "که فکر کوئ چې څوک کولای شي افغانستان د یو حکومت لاندې متحد کړي، خپل لاسونه پورته کړئ. دا [هیواد] په یو ټینګ دلیل سره د امپراتوریو هدیره دی. دا [هیواد] د وحدت وړتیا نلري."

ښاغلي بایډن پدې خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو څخه دفاع وکړه او وویل چې امریکا په افغانستان کې په یوه اونۍ کې یو میلیارد ډالر لګښت درلود او دغه لګښت د ۲۰کالو راهیسې دوام درلود.

ولسمشر بایډن همداشان وویل پدې باندې په پوهیدو چې په افغانستان کې بریالیتوب یو غیر معمول کار دی او لا زیات جسدونه متحده ایالاتو ته انتقالیدل، د ځواکونو وتل په هر پړاو کې نشو کیدای چې اسان واوسي.

د متحده ایالاتو ولسمشر پدې خبري کنفرانس کې همداشان وویل چې د هغو ښځو او نارینو په اړه چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ترهګریزو بریدونو په وجه ووژل شول جدي اندیښنه لري، خو وویل چې د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د بشپړه ایستلو د تصمیم په هکله عذر نه غواړي.

ښاغلي بایډن وویل که له افغانستان څخه یې د متحده ایالاتو ځواکونه په بشپړه توګه نه وای ایستلی اوس به ناچاره وای چې لا نور ځواکونه هغه هیواد ته واستوي.

د افغانستان څخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د ځواکونو د ایستلو طریقه چې د ګډوډیو سره مل وه، د امریکا په یو شمیر سیاسي کړیو کې پرې انتقادونه کیږي. خو ولسمشر بایډن په وار وار ویلي چې د هغه څه مسولیت چې په افغانستان کې پیښ شول په غاړه اخلي او نه غواړي د هیواد راتلونکي نسلونه یې افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي بایډن د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل: "آیا هغه څه چې د طالبانو د بې کفایتۍ له وجې پیښیږي، بد حس لرم؟ هو لرم یې" خو په عین وخت کې یې وویل چې هغه د مختلفو پراخو پیښو په اړه چې په نړۍ کې پیښیږي، هم بد حس لري او ټینګار یې وکړ چې "مونږ نشو کولای چې ټولې ستونزې حل کړو."