بایډن د محرمو اسنادو ساتلو په اړه له پلټنو سره مخامخ دی

په داسې حال کې چې ولسمشر جو بایډن نن دوشنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) په امریکا کې د بشري حقونو د ستر مبارز مارټین لوټر کینګ جونیر د میراث او کارنامو د نمانځنې دپاره د جورجیا ایالت اتلانتا ښار ته تللی، خو د نوموړي دې سفر له هغه بحث څخه پام نه دی اړولی چې د نوموړي سره د محرمو اسنادو د پیدا کېدو او په اړه یې د پلټنې په موخه د ځانګړي مفتش له ټاکل کېدو وروسته راپورته شوی دی.

په دې وروستیو کې د ولسمشر بایډن په شخصي کتابتون کې شپږ پاڼې محرم سندونه وموندل شول. یو شمیر نور بیا په ډیلیوېر ایالت کې د هغه په کور او په واشنګټن کې د پین څېړنیز مرکز په هغه خونه کې وموندل شول چې نوموړي د ولسمشر د مرستیالۍ پر مهال د خپل دفتر په توګه کاروه.

له محرمو اسنادو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه له تحقیقاتو سره جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه موافق دي.

دا وضعیت په فلوریډا ایالت کې د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ په کور کې د هغو کابو څه باندې ۳۰۰ پاڼو اسنادو سره پرتله شو چې ځینو پکې د خاصو محرمو اسناد نښې هم درلودې. د هغې موضوع د څیړلو لپاره هم یو څیړونکی ټاکل شوی وو.

د ټرمپ له قضیې سره یې تفاوتونو ته په اشارې، د امریکا د استازو جرګې دیموکرات غړي ادم شیف اې بي سي ټلویزیون ته وویل چې د بایډن په اړه تحقیقات هم پر ځای دي.

هغه زیاته کړه: "غواړم پوه شم چې دا د څه شي اسناد وو. غواړم پوه شم چې د استخباراتي برخې ارزونې څه دي. آیا د افشا کېدو امکان یې وو او زیانونه به یې څه وو او آیا د زیانونو د کمولو لپاره یې څه اړین دي."

سپینه ماڼۍ وایي له هغو څېړونکو سره به همکاري وکړي چې غواړي پوه شي آیا له دې کار څخه هدف د قانون نقض وو او یا یوازې ناغیړي شوې ده.

د امریکا جمهوري غوښتونکی استازی ډان بیکن وايي د چارواکو له لوري، که په هر ګوند پورې اړه ولري، د حساسو معلوماتو څخه ناوړه ګټه اخیستنه خطرات ایجادوي.

د استازو د جرګې دې جمهوري غوښتونکي غړي وویل: "د موټر په تمځای، تفریحي سیمه او یا داسې ځای کې د فوق العاده مهمو او محفوظ شویو محرمو اسنادو ساتل چې چینایي اتباع ورته لاسرسی ولري، دا ټول ناسم کار دی، او موږ او تاسې باید بل لوري ته ګوته ونه نیسو."

که ولسمشر بایډن قصداً او له اجازې پرته محرم اسناد اخیستي‌ وي او ځای پرځای کړي یې وي، دا به د یوې امنیتي سرغړوني پرځای، یو جرم وي.

دیموکرات سناتور رافایل وارنوک چې په تیرو څو ورځو کې په جورجیا کې د ولسمشر بایډن خوا کې وو، اې بي سي ټلویزیون سره په خبرو کې پر ټولو باندې د قانون په شان پلي کېدلو ټینګار وکړ.

هغه وویل: "هیڅوک تر قانون اوچت ندي، بناً زه خوشاله یم چې د عدلیې وزارت خپل کار کوي او غواړي دا بهیر پرمخ ولاړ شي."

بلخوا د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د امریکا د استازو مجلس د څارنې او شفافیت کمیټه له سپینې ماڼۍ غواړي د ولسمشر بایډن د اوسیدو ځای ته د تګ راتګ، اسنادو او د هغو سیمو په اړه چې پلټل شوي، د ارتباطاتو په اړه معلومات ورکړي.