د افغانستان د نظام تر ړنګیدو وړاندې د غني او بایډن خبرې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جولای د میاشتې په ۲۳ مې په ټیلیفون کې تقریباً ۱۴ دقیقې خبرې کړیدي.

د رویټرز خبري اژانس د دواړو جمهور رئیسانو د خبرو متن تر لاسه کړی.

پدې مکالمې کې ښاغلي بایډن ښاغلي غني ته ویلي که د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره په عامه توګه د یو پلان اعلان وکړي، متحده ایالات به یې ننګه وکړي.

بایډن ویلي، "که پوه شو چې پلان څه شی دی، مونږ به د نږدې هوایي ملاتړ بندوبست وکړو. "

د دې ټیلیفوني مکالمې نه څو ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو هوایي برید کړی و چې طالبانو هغه د دوحې د تړون نه د امریکا سرغړاونه وبلله.

بایډن هدرانګه په خبرو کې غني ته مشوره ورکړې وه چې د پوځي تګلارې لپاره دې د "قوي" افغانانو نه مرسته وغوښتل شي او د دې هلو ځلو مشري دې "جنګیالي" ته وسپارل شي چې اشاره یې د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي ته وه.

د امریکا جمهور رئیس پدې خبرو کې د افغانستان وسله وال ځواکونه ستایلي او ښاغلي غني ته یې ویلي، "تاسو په ښکاره توګه تر ټولو غوره پوځ لرئ. تاسو د ۷۰ یا ۸۰ زرو په مقابل کې ۳ سوه زره په وسلو سبمال وسله وال ځواکونه لرئ چې په ښکاره توګه د جګړې وړتیا لري. "

ښاغلي بایډن د ښاغلي غني سره د دې خبرو نه واړاندې هم څو ځله د افغانستان د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې وه او دایې هم ویلي و چې د افغانستان حکومت نه ړنګیږي.

پدې خبرو کې د امریکا جمهور رئیس د خپل افغان سیال نه غوښتي و چې په نړۍ کې د افغانستان په هکله "درک" بدل کړي. ښاغلي بایډن ښاغلي غني ته ویلي و چې باید نړۍ ته یو بل انځور وړاندې شي. هغه ویلي، " زما په ګومان په نړۍ او د افغانستان په ځینو برخو کې حس دا دی چې د طالبانو پر ضد جګړه په سمه توګه نده روانه. "

پدې ټیلیفوني مکالمې کې د امریکا جمهور رئیس ویلي، " که د افغانستان مشهور سیاسي شخصیتونه په یو خبري کنفرانس کې په ګډه د نوې نظامي تګلارې ملاتړ وکړي، ښایي دا حس به بدل شي او زما په فکر ډیر به بدل شي. "

په ځواب کې جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي که چیرته "نظامي حل لاره د سره موازینه شي، ښایي سوله به وشي." خو ښاغلي غني ویلي چې دا کار باید په چټکۍ وشي.

هغه ویلي، "مونږ د بشپړ یرغل سره مخ یو. په یرغل کې طالبان دي چې پاکستان ورسره د پلان جوړنې او لوژستیک په برخه کې بشپړه مرسته کوي. د ۱۰ او ۱۵ زرو پورې نړیوال ترهګر چې اکثریت یې پاکستانیان دي، افغانستان ته رالیږل شوي.

د افغانستان حکومت او امریکایي کارپوهانو تل ويلي چې د پاکستان د ملاتړ پرته طالبان بیا په پښو نشوی دریدلی خو پاکستان دا تورونه رد کړیدي.

د حکومت دننه سیاسي مخالفتونه:

د غني او بایډن پدې خبرو کې په افغانستان کې دننه دوامدارو سیاسي مخالفتونو ته هم شاره شوې چې حکومتته یو بلا ګرځیدلې وه.

کله چې ښاغلي بایډن د ښاغلي غني نه غوښتي و چې په خبري کنفرانس کې دې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ته برخه ورکړل شي، ښاغلي غني په ځواب کې ویلي چې "کرزی به مرسته ونشي کړی، هغه مخالف دی او دلته وخت مهم دی. مونږ ټول کسان نشو راوستلی. تیر ځل مې د هغه سره څه باندې ۱۱۰ دقیقې خبرې وکړلې، ما ته سپکې سپورې وویلې چې ګواکې د امریکا نوکر یم."

سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس محمد اشرف غني او جمهور رئیس جو بایډن ددې تیلیفوني مکالمې په هکله د تبصرې نه ډډه کړې.