بایډن په امریکا کې د لوږې ختمولو کنفرانس پرانیست

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چهارشنبې په ورځ ۲۸ سپتمبر (تلي شپږمه) په سپینه ماڼۍ کې د کارپوهانو هغه کنفرانس پرانیست چې په امریکا کې د خوراکي توکو د کمښت په اړه بحث او غور کوي.

رسمي شمېرې ښيي چې همدا اوس ۹ میلیونه امریکايي‌ ماشومان وږي دي، په هرو لسو امریکایي کورنیو کې یوه یې صحي خوړو ته کافي لاسرسی نه لري او دغه وضعیت له څو لسیزو راهیسې دوام لري.

دا په تیرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د دغې ستونزې د حل لپاره سپینه ماڼۍ غونډه جوړوي.

دغې غونډې ته په وینا کې جمهور رئیس بایډن وویل چې همدا تیره اونۍ یې په ملګرو ملتونو کې د هغو ژمنو په هکله خبرې وکړې چې د نړۍ په کچه د خوړو د کمښت د ستونزې د هوارولو دپاره یې کړي دي.

بایډڼ وویل: "د نړۍ په هر هیواد او یا ددې هیواد په هر ایالت کې... که یو پلار یا مور ونشي کولی چې خپل ماشوم موړ کړي‌، هغه یا هغې ته بل هیڅ شی اهمیت نه لري."

لوږه یوه نړیواله پدیده بلل کیږي چې امریکا یې هم سخته اغېزمنه کړې ده.

د نړۍ په کچه د خوراکي توکو د خوندیتوب په شاخص کې، امریکا دیارلسم هیواد دی. فنلنډ د شاخص په سر کې او سوریه او هیټي یې په پای کې قرار لري.

د جمهور رئیس بایډن له خوا د رابلل شوي کنفرانس موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په متحده ایالاتو کې لوږه ختمه شي او په خوراکي‌ توکو پورې د اړوندو ناروغیو کچه راټیټه شي.

د چهارشنبې په ورځ هغه د عامه او خصوصي سکټور له خوا د ۸ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه. بایډن همدارنګه په پام کې لري چې په ښوونځيو کې وړیا خوړو ته د ماشومانو لاسرسی زیات کړي او ماشومانو او کورنیو ته د حکومت له خوا د خوراکي توکو د مرستې پروګرامونه نور هم پراخ کړي.

د کانګرس له خوا د دغو ژمنو د تمویل په هکله ډاډ نشته، ځکه جمهوري غوښتونکي غوره ګڼي چې د ټولنیزو ستونزو د هواري دپاره له نادولتي امکاناتو کار واخیستل شي. حتی د لوږې پرضد د مبارزې فعالان هم دا مني چې واشنګټن په یوازې سر دغه کار نشي کولی.

د لوږې د مخنیوي د ټولنې کارکوونکي نورین سپرنګسټید تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې ختمول مهم هدف بولي او وايي: "فدرال حکومت ډیرڅه کولی شي. خو دغه کار باید فدرال، ایالتي او سیمه ایز حکومتونه، شرکتونه، خیریه ټولنې او ټوله مدني ټولنه په ګډه وکړي."

د خوراکي توکو د کمښت د زیاتېدو لوی عوامل د کرونا ویروس وبا او د اوکراین جګړه ښودل کیږي.

د خوړو د زېرمې د ټولنې کارکوونکی ډانېل نیرنبرګ وايي، د کرونا وبا او د اوکراین جګړې وښودله چې د خوراکي توکو د تدارکاتو نړیواله سلسله ډیره نازکه او ماتېدونکې ده.

ښاغلی نیرنبرګ د خوړو د نړیوال امنیت او تدارکاتو په اړه زیاته کړه: "که چیرې مونږ ورباندې بشپړه اتکا ولرو، نو خپل ځان له خطر سره مخامخ کوو. په همدې خاطر مونږ په دې برخه کې د حکومتونو، خصوصي سکټور او ساحوي او سیمه ییزو تدارکاتو د سلسلو نورې زیاتې پانګونې ته ضرورت لرو."

او لکه څنګه چې آغلې سپرنګسټید وايي د خوراکي توکو ارزانه کول، خپله د ننګونې یوه برخه ده.

نورین سپرنګسټید زیاته کړه: "اقتصادي عدالت باید د دغو هڅو یوه برخه وي او د مزد کمه یا حد اقل اندازه باید لوړه شي، البته دغه اندازه د امریکا په بیلابیلو برخو کې فرق لري. دا لومړی لومړیتوب دی."

واشنګټن په داسې حال کې د لوږې د بحران په له منځه وړلو غور کوي چې د خوراکو توکو بیې په بیساري ډول لوړې شویدي.