بایډن د کرکې په اساس جرمونو په اړه قانون توشیح کړ

د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) هغه قانون توشیح کړ چې له مخې یې په امریکا کې په خپل سر او د محکمې له حکم پرته او صحرايي وژنې د کرکي څخه زېږېدونکي او پیدا کېدونکي جنایت ګنل کیږي.

د امریکا ګانګرۍ د مارچ په میاشت کې دا تصویب کړی و.

ددې قانون لایحه د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د امریکا سنا مجلس تائید کړه او له دې وروسته به په متحدو ایالتونو کې د نژاد پرستانه قتلونو تاریخچې ته رسیدګي کوي.

دا قانون امیټ ټیل "Emmett Till" نومول شوی، امیټ ټیل هغه ۱۴ کلن تور پوستی ماشوم وو چې په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په میسیسیپي ایالت کې په بې رحمې سره ووژل شو.

ددغه تور پوستي هلک د وژلو په تړاو د سپین پوستانو یوه منصفه هئیت د دوو سپین پوستانو په وړاندې لګیدلي تورونه رد کړل خو وروسته بیا یادو سپین پوستانو د ۱۴ کلن ماشوم په وژلو اقرار وکړ.

دې کار په ټوله امریکا کې هغو جنایاتو او تاوتریخوالو ته د ټولو پام واړوه چې افریقایي امریکایان ورسره مخ وو او دا په مدني حرکت بدل شو.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې نوی توشیح شوی قانون داسې شرایط رامنځ ته کوي چې هر عمل او توطیه چې د یوه کس د مړینې او شدید ژوبلې لامل شي، د کرکې د جرم تر چتر لاندې د قانوني‌ څار لاندې نیول کیږي.

د امریکا د جمهوري ریاست مرستیالې کامله هریس چې خپله یوه آسیایي امریکایي تور پوستې ده ، ددې قانون له توشیح وروسته وویل چې له محکمې پرته اعدامونه ، یوازې پخوانۍ پدیده نده بلکې اوس هم په متحدو ایالتونو کې کیږي.

میرمن هریس وویل:"اعدام او له محکمې پرته وژنې د پخوا اثر او یادګار ندی. تروریستي او له توکمپالنې ډک اعمال اوس هم زموږ په ملت کې کیږي. او کله چې هغوی (د کرکې د جرایمو مرتکبین هغه) ترسره کوي، موږ ټول باید میړانه ولرو چې د مرتکبینو نوم واخلو او هغوی څخه پوښتنې ګرویږنې وکړو."

د امریکا د فدرال د تحقیقاتو ادارې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وویل چې په دې هیواد کې د کرکې څخه ډک اعمال د ۲۰۲۰ کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي او په تیره یوه لسیزه کې بې ساري دي. ددغو اعمالو اکثریت قربانیان تور پوستان او آسیایان دي.

ښاغلي بایډن چې د تور پوستو رایه ورکوونکو په مرسته د امریکا جمهوري ریاست ته رسیدلی دی ، ددې قانون له توشیح وروسته وویل چې دا قانون نه یوازې پخوانيو جرایمو ته رسیدګي‌کوی بلکې د کرکې څخه ډک اوسني او راتلونکې اعمال هم تر پوښښ لاندې راولي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ملي ګرا سپین پوستو مظاهرې ته په اشارې وویل "نژادي کرکه یو پخوانی مشکل نی، دایمي او تل پاتې مشکل دی."