سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن د نوالني له کونډې او لور سره لیدلي

ولسمشر بایډن د الکسي نوالني له مېرمنې او لور سره لیدلی دي

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (حوت درېیمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې ولسمشر جوبایډن په خصوصي ډول د الکسي نوالني له کونډې یولیا او لور داشا ناوالنیا سره لیدلي دي.

الکسي نوالني د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین سیاسي مخالف و چې څو ورځې مخکې په روسیې کې په زندان کې مړ شو.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې ولسمشر بایډن د امریکا په سان فرانسیسکو کې له هغوی سره لیدلي، چې «د هغوی د ستر زیان په اړه غمرازي» وکړي. اعلامیه وايي ولسمشر یو ځل بیا په روسیې باندې د بندیزونو لګولو خبره تکرار کړې ده.

ولسمشر بایډن په دغه ملاقات کې «د فساد سره په مبارزې او د ازادې او دموکراتیکې روسیې لپاره» د نوالني مېړانه ستایلې ده. په اعلامیې کې د بایډن له خولې ویل شوي چې د الکسي میراث، هغه خلک انتقالوي چې په روسیې او نړۍ کې د هغه په مړینې خواشیني دي او د «ازادۍ، دموکراسي او بشري حقونو لپاره مبارزه» کوي.

د روسیې مقاماتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ۴۷ کلن الکسي نوالني ناڅاپه په زندان کې مړ شوی. نوالني د پوتین یوازینی سیاسي مخالف و او د سترو مظاهرو او د فساد په اړه یې د ځینو تحقیقاتو له کبله په روسیې کې شهرت موندلی و.

هغه یو ځل په زهرو مسموم شوی او روسیه یې په دې کار تورنه کړې وه، نوالني په جرمني کې له درملنې وروسته په ۲۰۲۱ کال کې مسکو ته ستون شو او ونیول شو. هغه په افراطیت تورن او په ۱۹ کلونو بند محکوم او زنداني شو.

د نوالني مور لیودمیلا ناوالنیا د پنجشنبې په ورځ وویل چې چارواکي هڅه کوي هغه مجبوره کړي چې د خپل زوی مړی په پټه خښ کړي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې روسیه باید د نوالني مړی خپلې مور ته وسپاري چې په سم ډول یې مراسم ترسره او د هغه د مېړانې قدرداني وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وروسته په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي. امریکا په همدې پلمه په ځینو هغو شتمنو روسانو باندې، چې دا جګړه تمویلوي، بندیزونه لګوي. د نوالني د مړینې په غبرګون کې دا نوي بندیزونه به د جمعې په ورځ اعلان شي.