جو بایډن د کرونا له کبله د ۱ ملیون امریکایانو په مړینې ویر څرګند کړ

پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا له کبله د مړیو شویو کسانو شمیر ۱ ملیون ته نږدې شوی، جمهور رئیس جو بایډن وایي دغې وبا کورنۍ، ټولنې او ملت د تل لپاره بدل کړ.

ښاغلي بایډڼ په یوې اعلامیې کې ددې کسانو په مړینې ویر څرګند کړی او د کانګرس څخه یې غوښتي چې د معایناتو، واکسین او د درملنې لپاره دې بودجه جاري وساتي او په ملت یې د بیدارۍ غږ کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي، "هغوي چې ماتم کوي او د ځان څخه دا پوښتي چې د هغه او هغې پرته څنګه ژوند کوي، زه تاسو درک کوم. زه ستاسو د زړه دننه په درد خبر یم چې دوامدار دی. زه پدې هم پوهیږم هغه عزیزان چې تللي، په حقیقت کې ندي تللي او تل به تاسو سره وي".

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د میاشتې راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په چین کې خپره شوې، په متحده ایالاتو کې یې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۲ ملیونه کسان نیولي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې دې وبا په امریکا کې ۹۹۹۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

سره لدې چې په ټولې امریکا کې د دې وبا له کبله پدې تیرو څو اوونیو کې په روغتونونو کې د خلکو بستري کیدل او د نویو قضیو پيدا کیدل ډیر شوي، خو د روغتیايي چارو مسؤلین وایي چې د مړینې شمیر تر ډیرې اندازې کم دی.

مسؤلین وایي چې اوس مهال په اوسط ډول هره ورځ ۳۰۰ کسان د کرونا وبا له کبله مړه کیږي پداسې حال کې چې د سږ کال د فبروري په میاشت کې هره ورځ څه باندې ۳ زره کسان دې وبا وژل .