د طالبانو لاس ته د کابل له لویدو وروسته د بایډن محبوبیت کم شوی

د طالبانو لاس ته افغانستان د حکومت له لویدلو وروسته د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د محبوبیت کچه ، خپل ټیت حد ته رسیدلې ده.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د رویټرز خبري آژانس او د اپسوس څیړنیز بنسټ له خوا د دوشنبې په ورځ شوې او نتیجه یې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د مجبوبیت کچه اوسه سلنه کمه شوې ده.

د یوې نظر پوښتنې له مخې، ۴۶ سلنه امریکایان د جوبایډن له کارونو رضایت لري. دا د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې د امریکا د جمهور رئیس په توګه د بایډن له ټاکل کیدو وروسته د هغه د مجبوبیت تر ټولو ټیټ حد دی.

د ښاغلي بایډن مجبویت په ورته نظر پوښتنه کې چې د جمعې په ماښام شوې، ۵۳ سلنه وو.

داسې ښکاري چې د طالبانو لاس ته د کابل له لویدلو وروسته، او په هغه هیواد کې د تیرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د له منځه تللو د احتمال وروسته، د امریکایانو ترمنځ د جمهور رئیس بایډن د محبویت کچه ټیته شوېده.

بلخوا د یوې بلې نظر پوښتنې له مخې چې د رویټرز خبري آژانس او اپسوس څیړنیز بنسټ له خوا د دوشنبې په ورځ شوې، ښکاره کوي چې له نیمایي څخه لږ امریکان د افغانستان وضعیت ته د رسیدګي به برخه کې د بایډن په کړنو رضایت لري.

ددې نظر پوښتنې نتیجه یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شوه چې بایډن په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو او د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له خپلې پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې امریکایي ځواکونه نشي کولای او نباید په هغه جګړه کې ښکیل پاتې شي او مړه شي‌چط د افغانستان پوځ پکې د جنګیدو لیوالتیا نلري.