بایډڼ له پوتین سره په خبرو کې د روسیې په فعالیتونو اندیښنه ښودلې 

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، جوبایډن د سه شنبې په ورځ‌ جنوری ۲۶‌(سلواغې ۷) د روسیې له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره په لومړي ځل تلفوني خبرې وکړې.

ښاغلي‌بایډن د خبرو په ترڅ‌کې د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني‌ د نیول کیدو، په سایبري بریدونو کې د روسیې په لاس لرلو او په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو وژلو په سر د جایزې ورکولو په شان موضوعات یاد او د روسیې په دغو فعالیتونو یې اندیښنه وښودله.

امریکایي چارواکي وایي چې ددغه تلفوني تماس غوښتنه د ماسکو لخوا شوې وه او سپينې ماڼې هم منلې وه . ولسمشر بایډن له پوتین سره تر دغو خبرو وړاندې له خپلو اروپایي متحدینو، بریتانیې ، فرانسې او جرمني له مشرانو سره خبرې کړې وې.

همدا راز د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ‌له پوتین سره تر خبرو وړاندې د ناټو د عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ سره هم خبرې کړې وې.

ښاغلي بایډن په دغو خبرو اترو کې د ناټو دغه پیمان سره چې له څو لسیزو راپدیخوا په سیمه کې د روسیې د خطر مخنیوي لپاره جوړ شوی د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

ولسمشر بایډن او پوتین د پرانیستي اسمان په نوم د اعتمادسازۍ له یو بل پیمان څخه د دواړو هیوادونو وتلو په اړه هم خبرې وکړې. ناظرینو هیله ښودلې چې ښایي دواړه هیوادونه به په نږدو کې بیا دغه پیمان سره یوځای شي.

ولسمشر بایډن له دغو تلفوني خبرو وړاندې د دوشنبې په ورځ‌ خبریالانو ته ویلي و چې له ماسکو سره د نظر د اختلاف د شتون برسیره مونږ کولی شو چې د نوي پيل په توګه د یو بل ګټو ته په کتو کار وکړو او روسیې ته دا واضحه کړو چې مونږ د الکسي ناوالني نیول کیدو ، سولر ویند شرکت (SolarWinds) باندې سایبري برید او په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو په سر د انعام ورکولو په شان موضوعاتو ته ډیر اندیښمن یو.

داسې ښکاري چې د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په پرتله چې تل یې د کرملن له مشر سره د ښو اړیکو په درلودلو خوښي ښودله، د ښاغلي بایډن پالیسي جدي وي.