په کابل کې پر امریکایي پوځیانو د داعش - خراسان د برید په اړه د بایډن خبرداری

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ خبرداری ورکړ په هره اندازه چې امریکایي قواوې ډیرې په کابل کې پاتې شي به هماغه اندازه د داعش – خراسان د تندلارو له برید سره مخ کیدای شي.

فرانس پرس د بایډن له قوله راپور ورکړی په هره اندازه چې امریکا ډیره په افغانستان کې پاتې شي په هماغه اندازه د کابل په هوایي ډګر کې میشت امریکایي پوځیان "د داعش د ترهګرې ډلې له زیاتیدونکو تهدیداتو سره مخ کیدای شي."

ښاغلي بایډن ویلي:"هره ورځ چې د کابل د نړیوال هوایي ‌ډګر په ساحه کې ووسو، یوه بله ورځ ده چې داعش - خراسان به د کابل پر هوایي ‌ډګر، امریکایي پوځیانو او زموږ پر متحدینو به د برید په لټه کې وي."

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د سه شنبې په ورځ اګست۲۴ ( وزې ۳) وویل چې د واشنګټن په وخت د چهار شنبې له غرمې وروسته به له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو د وتلو د بهیر په اړه خبري وکړي.

ښاغلي بلینکن په یوه ټویټ کې وویل چې له افغانستان څخه به په بشپړ ډول د وتلو څخه د پراخ ملاتړ مسله هم د هغه د چهار شنبې د وینا یوه برخه وي.

له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو د وتلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس او بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې بیان کیږي چې امریکایي مقامات وايي هڅه کوي ټول امریکایي اتباع او د هغوی افغان همکاران په ټاکل شوي ضرب الاجل یعني د اګست تر ۳۱ له افغانستان څخه وباسي.

خو یو شمیر غربي هیوادونه لکه فرانسه او بریټانیا د ټاکل شوي ضرب الاجل د غځیدو غوښتونکي دی او ټینګار کوي چې ددې تاریځ غځول یوه اړتیا ده.

د طالبانو دریځ

دا په داسې حال کې طالبان وایي د ضرب الاجل تمدید یو اړخیز اقدام دی او د اشعال د دوام معني ورکوي.

د طالبانو ویاند وویل امریکایانو ته یې پیغام دادی چې خپل ټول اتباع تر همدې نیټې پورې، ( اګست ۳۱) له افغانستان څخه وباسي ځکه هم امکانات لري، هم الوتکې لري او هم هوایي ډګر یې په واک کې دی.

بلخوا تر اوسه هم په زرګونه کسان د کابل د نړیوال هوایي ‌ډګر بیرون ولاړ دي او غواړي چې له افغاستان څخه ووځي.