بایډن: ډاډه یم ټرمپ پوهېږي چې ګټونکی نه دی 

جوبایډن چې د شمیرل شویو رایو په اساس د ټاکنو ګټونکی اټکل شوی، د امریکا ولسمشر ټرمپ باندې د ټاکنو د پایلو د نه منلو او ګټونکي ټیم ته د واک د انتقال، د کرونا په مبارزه کې د مرستې او مهمو اطلاعاتو ته د لاسرسي په وړاندې د خنډونو جوړولو له کبله انتقاد کړی دی.

ښاغلي بایډن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "ډیره سخته ده چې په ټرمپ باندې پوه شو چې د څنګه فکر کوي. زه ډاډه یم چې هغه پوهیږي ټاکنې یې نه دي ګټلي، او نه هم کولی شي چې ویې ګټي. مونږ به د جنورۍ په ۲۰ نیټه د ولسمشرۍ لوړه وکړو."

جو بایډن د ټاکنو د پایلو د اعلان په ورځ په خپلو خبرو کې ویلي و چې د کروناویروس د مخنیوي‌لپاره به له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي.

ښاغلي بایډن تیره اونۍ د کروناویروس سره مبارزې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړه او له هغوي یې وغوښتل چې د کرونا لابراتواري ازمایښتونه ډیر کړي او روغتیایي کارکوونکو لپاره محافظتي تجهیزاتو په برابرولو او د واکسین په انکشاف او توزیع ته ډیره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ مثبتو پیښو شمیر تر یو ۱۱ میلیونو اووښتی او ددغې بیمارۍ له کبله تراوسه ۲۴۰ زره کسان مړه شوي‌ دي.

ښاغلي بایډن او مرستیالې یې کاملا هریس د پنجشنبې په ورځ‌ (نومبر ۱۹) د والیانو د ملي ټولنې له اجرایي کمیټې په غونډه کې برخه اخیستې وه چېره چې بایدڼ والیانو ته په خطاب کې وویل چې هغوی مرستې ته اړتیا لري: "زه هم غواړم چې له تاسو سره مرسته وکړو او زه غواړم چې تاسو پوه شئ چې زه به مو سپینه ماڼۍ کې ستاسو شریک اوسم."

همدرازا روغتیايي کارپوهانو هم د پنجشنبې په ورځ‌له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د واک لیږد د پیل سره دې هر څومره ژر چې امکان ولري د کروناویروس په وړاندې د مبارزې په خاېر در واک انتقال پروسه نوي ولسمشر ته پیل کړي ترڅو هغه وکولی شي چې په مناسب وخت ځان ته نوي همکاران وګورماري او چار پر مخ ویسي.

دونالډ ټرمپ تر اوسه په ټاکنو کې د جوبایډن بریا منلې نه ده او نه یې هم هغه د واک د لیږد بهیر پیل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د جورجیا ایالت تیره شپه ښاغلی بایډن د دوهم ځل لپاره په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ او په ټاکنو کې د پراخې درغلی موجودیت رد کړل.