بایډن د کار د لومړیو ۱۰۰ورځو په اړه وینا کوي؛ ولس څومره خوښ دی؟

ټاکل شوې جمهور رئیس بایډن د همدې را روانې چارشنبې په ورځ ملت ته لومړنۍ کلنۍ وینا وکړي.

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د همدې را روانې چارشنبې په ورځ ملت ته خپله لومړنۍ کلنۍ وینا وکړي.

ښاغلی بایډن به د "سټیټ آف د یونین" په وینا کې چې د کانګریس د دواړو خونو د استازو تر څنګ جګپوړي حکومتي چارواکي او ځانګړي میلمانه ورته ناست وي، په تېروو ۱۰۰ ورځو کې به د خپلې ادارې د لاسته راوړونو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات ورکړي.

په یوې تازه سروې کې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي تلویزیوني شبکې په ګډه کړې، ۵۲ په سلو کې امریکایانو ویلي چې د جمهور رئیس بایدڼ د حکومت د کړنو نه خوښ دي.

یوه موضوع چې ښایي ښاغلی بایډن به یې ملت ته په وینا کې یادونه وکړي، د پولیسو د نظام اصلاح کول دي. د کانګریس د استازو مجلس چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، پدې هکله یوه لایحه وار د مخه منظوره کړې او اوس د سنا په مجلس کې پرې بحث کیږي.

د پولیسو په نظام کې د اصلاحاتو بحث وروسته تر هغه لا تود شو چې یو سپین پوستی امریکایي پولیس د یو تور پوستي امریکایي د قتل په قضیه کې مجرم وبلل شو.

د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند یوه غړې کیرن بیس وایي هیله لري چې جمهور رئیس بایډن به د پولیسو په نظام کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړي.

میرمن بیس وایي: " هیله لرم چې پدې موضوع خبرې وشي، دا به مونږ لا وهڅوي چې دا موضوع پر مخ یوسو. "

خو په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي بیا د جمهور رئیس بایډن په وینا کې د نورو موضوعاتو په هکله د خبرو غوښتنه کوي. هغوي وایي چې بایډن دې د مهاجرت او په جنوبي سرحد کې د وضعیت په هکله خبرې وکړي.

په همدې حال کې په یوې تازه سروې کې ۵۳ په سلو کې امریکایانو ویلي چې په جنوبي سرحد کې د مهاجرینو په موضوع کې د جمهور رئیس بایډن د حکومت د کړنو نه خوښ ندي.

په امریکا کې معمولاً کانګریس هر جمهور رئیس په کال کې یو ځل بلنه ورکوي چې ملت ته وینا وکړي. جمهور رئیسان پدې وینا کې د خپلو ادارو د مهمو لاسته راوړنو او د دورې د پاتې مودې د پلانونو په هکله معلومات ورکوي.

د کانګریس د دواړو خونو د غړیو، د جګپوړو حکومتي چارواکو تر څنګ عام خلک هم د کانګریس ماڼۍ ته وربلل کیږي چې د جمهور رئیس خبرې واورې خو دا ځل د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر ښایي د غونډې په تالار کې د ګډون کوونکو شمیر لږ وي.