بایډن دموکراتیکو هیوادونو ته: د چین یو کمربند یوه لار په شان نوښت وکړئ

چین د یو کمربند یو سړک د نوښت د لارې په یو شمیر هیوادونو کې سړکونه، بریښنا کوټونه، د اورګاډي پټلۍ او بندرونه جوړوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د نړۍ په دموکراتیکو هېوادنو غږ کړی دی چې د چین د "یو کمر بند یو لار " د نوښت سره سیالي وکړي.

ښاغلي بایډن وایي دا موضوع یې د بریتانیې د صدراعظم بوریس جانسن سره په تیلیفوني خبرو کې یاده کړې.

جمهور رئیس بایډن وویل: "ما وغوښتل چې دموکراتیک دولتونه باید دا شان نوښت وکړي او په نړۍ کې د هغو ټولنو خدمت وکړي چې په ریښتیا مرستې ته اړتیا لري. "

د یو کمر بند یوه لار د نوښت له لارې چین د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د پور ورکولو او زیربنايي پروژو د لارې پدې تیرو څو کالونو خپل نفوذ ډیر کړی.

د چین دې کار سیمه ایز قدرتونه او لویدیځ هیوادونه اندیښمن کړي.

چین غواړي پدې نوښت کې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د یو تریلیون ډالرو په لګښت سړکونه، د اورګاډي پټلۍ، بریښنا کوټونه او بندرونه جوړ کړي.

سره لدې چې د چین جمهور رئیس شې ژن پنګ ژمنه کړې چې د یو کمربند یوه لار همکاري به آزاده، زرغونه او پاکه وي خو د چین یو شمیر بانکونو د ډبرو د سکرو په یو شمیر پروژو کې پانګونه کړې ده.

په امریکا کې د باسټن پوهنتون معلومات چې د نړۍ د بریښنا په برخه کې د چین د پانګونې په هکله یې راټول کړي پکې راغلي چې د ۲۵۱ میلیارده ډالرو څخه چې د چین دوه سترو بانکونو په نورو هیوادونو کې د بریښنا په پروژو کې پانګونه کړې، ۲۳.۱ فیصد یې د ډبرو سکرو په پروژو کې لګول شوي.

په چین بندیزونه

امریکا او لویدیځ هیوادونه پداسې وخت کې په نړۍ کې د چین د نفوذ سره د سیالۍ خبره کوي چې د ژن یانګ په سیمه کې د بشري حقونو او هانګ کانګ په شمول یو شمیر مسایلو په خاطر په چین بندیزونه لګول شوي.

د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن هم ویلي چې په ژن یانګ کې د بشري حقونو د سرغړاونو په خاطر په چین د بندیزونو د لګولو په هکله یې د جمهور رئیس جو بایډن سره خبرې کړي.

اروپایي اتحادیې، بریتانیې، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو په همدې روانې اوونۍ کې د چین د اقتصادي او سیاسي چارو په یو شمیر مشرانو بندیزونه ولګول.

چین د دې اقدام په ځواب کې د بریتانیې، کاناډا، امریکا او اروپایي اتحادیې په یو شمیر چارواکو بندیزونه ولګول.

بیجنګ پدې ټینګار کوي چې د ژن یانګ وضعیت یې کورنۍ مسله ده او د بریتانیې په نهو اتباعو او څلورو ادارو یې بندیزونه ځکه ولګول چې د چین د چارواکو په وینا د اویغوریانو په هکله یې ناسم معلومات او درواغ خپاره کړي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې لږ تر لږه یومیلیون اویغوریان چې اکثریت یې مسلمانان دي، په ژن یانګ کې په کمپونو کې اچول شوي. په چین دا تور هم دی چې په زور میرمن شنډوي او جبري کارونه پرې کوي.