بایډن د روسیې له بند څخه د امریکايي خبریال د خوشې کیدو غوښتنه وکړه 

د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) په روسیه کې د نیول شوي امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د روسیې فدرالي امنیتي خدماتو (FSB) د پنجشنبې په ورځ مارچ دیرشمه (وري ۱۰) اعلان وکړ چې یو امریکایی خبریال چې د وال سټریټ ژورنال لپاره کار کوي واشنګټن ته د جاسوسۍ په شک نیول شوی دی.

ایوان ګرشکویچ اوس په مسکو کې په توقیف کې دی او محاکمې ته منتظر دی. ولسمشر بایډن د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې روسي چارواکو ته په خطاب کې وویل: "هغه [ایوان ګرشکویچ] پریږدئ."

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې ویلي چې د "د امریکایي تبعه ایوان ګرشکوویچ، غیر قانوني فعالیتونه یې بند کړي دي" او زیاته کړې یې ده چې د وال سټریټ ژورنال دغه خبریال "د امریکا د حکومت د ګټو لپاره د جاسوسۍ په شک" نیول شوی دی.

د دغه ژورنالیست نیول د کرملین د هغو هڅو جدي زیاتیدل په ګوته کوي په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته یې د روسیې د منتقدینو د خاموشه کولو لپاره زور اخیستی دی.

وال سټریټ ژورنال ویلي چې "دا تورونه په کلکه ردوي" او زیاته کړې یې ده چې "د ښاغلي ګرشکویچ د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لري."

د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان (RSF) وویل چې دا "د هغه څه په اړه اندیښمن دی کوم چې غچ اخیستنه بریښي."

بې پولې خبريالان وايي، ګرشکويچ د "واګنر پوځي شرکت په اړه پلټنه کوله"، هغه ډله چې جنګيالي يې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي او د اوکراين په جګړه کې يې مهم رول لوبولی دی.

دې سازمان تائید کړې چې ۳۱ کلن ګرشکویج د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د صادر شوي مطبوعاتي جواز له مخې کار کاوه. ویل کیږي چې هغه د روسیې د "پوځي - صنعتي مجموعې" په اړه د معلوماتو راټولولو په خاطر توقیف شوی دی.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ویلي چې ګرشکویج له مسکو په ۱۸۰۰ کیلومترۍ کې د یکاترینبورګ په ښار کې په داسې حال کې نیول شوی چې د محرمو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کړې چې ګرشکویچ "د پیټي سره نیول شوی دی."

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ورته شان ادعا وکړه او وویل: "موږ د شک په اړه خبرې نه کوو. هغه د عمل د ترسره کولو پرمهال نیول شوی دی."

پیسکوف د روسیې د خبریالانو په وړاندې د امریکا له خوا د هر ډول غچ اخیستونکي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړ او وویل: "هیله لرو چې داسې ونه شي او باید هم ونه شي."

روسیې ویلي چې لا وختي دی چې د دې امریکايي خبریال د احتمالي تبادلې په اړه خبرې وشي.

د روسیې خبري اژانسونو د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ریابکوف له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، "زه اوس داسې پوښتنه نه مطرح کوم. ځینې تبادلې چې دمخه ترسره شوي، د هغو کسانو لپاره وې چې د محکومیت د دورې د تیرولو په حال کې وو."

دا پداسې حال کې دي چې په مسکو کې یوې محکمې دغه امریکايي خبریال د پنجشنبې په ورځ په دوه میاشتو بند محکوم کړ.

د مسکو د لیفورتوفسکي ناحیې محکمې په یو بیان کې اعلان وکړ چې د وال سټریټ ژورنال خبریال ګرشکیویچ به "د یوې میاشتې او ۲۹ ورځو لپاره یعني د ۲۰۲۳ د مۍ تر ۲۹ پورې" په توقیف کې پاتې شي.

په روسیه کې زیږیدلی ګرشکویج د وال سټریټ ژورنال دمخه په مسکو کې د فرانس پرس اژانس لپاره کار کاوه.

هغه چې په روسي ژبه پوره پوهیږي د انګلیسي ژبې خبري ویب پاڼې مسکو ټایمز لپاره هم کار کړی.

ګرشکویج په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره له روسیې څخه متحده ایالاتو ته مهاجر شوی و.