سپینه ماڼۍ: بایډن د اوکراین په اړه د ناټو له اروپايي متحدینو سره خبري کوي

سپینه ماڼۍ وایي ټاکل شوېده د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) په ختیځه اروپا کې د ناټو له غړو سره خبري وکړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې چې د چهار شنبې په ورځ خپره شوه راغلي د امریکا جمهور رئیس به په دې تماس کې په اوکراین کې د جګړې د احتمال او له ولادمیر پوتین سره د خپلې ویډیویي غونډې په اړه له خپلو اروپايي متحدینو سره خبري‌ اتري وکړي.

اعلامیه وایي: "د ناټو د ختیځې برخې د بخارست نهه له متحدینو سره ټیلیفوني تماس ونیسي او هغوی ته به د جمهور رئیس پوټین سره د خپل ملاقات په اړه معلومات ورکړي، د اوسني وضعیت په اړه به د هغوی نظریات واوري او د اتلانتیک د دواړو غاړو د امنیت په اړه به د امریکا تعهد څرګند کړي."

د بخارست په ډله کې بلغاریا، د چک جمهوریت، استونیا، هنګري، لاتویا، لیتوانیا،پولنډ ، رومانیا او سلواکیا شامل دي.

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې چې جمهور رئیس بایډن به د اوکراین له جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي سره چې د روسیې د ډیرو بریدونو د تهدید د مخنیوي په هدف یې د امریکا مرسته غوښتې تر خبرو وروسته، یو ګروپي کنفرانس جوړ کړي.

غربي هیوادونه وایي هغوی له اوکراین سره په پوله کې د روسیې د کابو ۱۰۰ زره پوځیانو د ځای په ځای کیدو په اړه ژوره اندیښنه لري.

روسیې د اوکراین کریمیه ټاپو نیولی او د ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د بیلتون غوښتونکو د پاڅون ملاتړ کړی دی.

مسکو وایي اضافه پوځیان یې د امریکا په مشرۍ د ناټو له نظامي تړون سره د اوکراین د یوځای کیدو په صورت کې دفاع لپاره ځای په ځای کړي، خو اوکراین په یاد تړون کې منل کیدو ته نږدې ندی.

جوبایډن او ولادمیر پوټین د سه شنبې په ورځ ډسمبر اومه په دوه ساعته انلاین ملاقات وکړ.