بایډن کانګرس ته دوهمه کلنۍ وینا کوي؛ مهم ټکي به یې څه وي؟

تمه کیږي ولسمشر بایډن د خپلو مهمو کارونو پلان دداسې کانګرس مخی ته کیږدي چې د هغه دموکرات ګوند پکې د تېر کال په څېر په اکثریت کې ندی.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) ددغه هېواد کانګرس ته کلنۍ وینا وکړي.

دا کانګرس ته د بایډن دوهمه کلنۍ وینا ده او تمه کیږي چې د خپلو مهمو کارونو پلان به د داسې یو کانګرس مخی ته کیږدي چې د هغه دموکرات ګوند پکې د تېر کال په څېر په اکثریت کې ندی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر، ددې کلنۍ وینا نه څو ورځی مخکې ویلي دي چې د وینا په متن کې تر اخري شیبې پورې بدلون راځي، خو ویې ویل چې ځینې موضوعات نه بدلیږي.

مېرمن ژان پېیر وویل: "هغه ډیر فوق العاده اقتصادي پرمختګ چې مونږ دده په رهبرۍ کې وینو، هغه دا دي چې دده په فکر او نظر زمونږ اقتصاد داسې وده کوي چې د ولس د لومړنۍ او متوسطې سطحې خلکو اقتصاد ښه شي. په دې تیرو دوو کالونو کې چې کومې تاریخي قانوني لایحې تصویب شویدي، د ولس منځنۍ سطحې خلکو داسې کارونه پیدا کړي چې ښه عاید لري او نتیجه یې داده چې خلک زمونږ سړکونه، پلونه او تونلونه جوړوي او دا د ضروري شیانو نرخونه را ټیټوي."

خو تاریخ پوه جرمي سورې وایي چې د پالیسۍ په هکله هم دا وینا او نورې وینا ګانې تل په ګوندي لحاظ کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "اصلا د پالیسۍ لپاره سیاستونه وضع کیږي. نو دا یو فرصت دی چې ولسمشر هر کال کوښښ وکړي خپله اجندا جوړه کړي او عام بحث په داسې طریقه تنظیم کړي چې هم خپله او هم یې ګوند ګټه وکړي. خو همدغه راز هیله ده چې د سیاسي اهدافو لپاره فشارونه هم وارد کړي."

سوری وویل توقع لري چې بایډن خپلې مخکینۍ خبرې، بیرته د ملت د نبض پر بنا او د هغه څه په بنیاد برابرې کړي چې دی یې د ښي اړخو له لوري، دموکراسۍ ته تهدیدونه ګڼي. همدغه راز ممکن، په اوکراین کې جګړه، لکه څنګه چې تیر کال مطرح وه، دا ځل هم مطرح وي او بایډن د روسیې د یرغل د دفاع دپاره د اوکراین سره د غرب د مرستې په ضرورت هم وغږیږي. بایډن همدغه راز ویلي دي چې دده اداره غواړي چې د سقط جنین په هکله په پولیسو کې د اصلاحاتو راوستو او د هغه تشدد د مخنیوي لپاره نوي قوانین جوړ کړي چې افرادو ته د هغوی د شخصي حفاظت په خاطر د سلاح درلودلو حق ورکوي.

خو په دې برخه کې بایډن د یوې سختې مقابلې سره مخامخ ګڼل کیږي، ځکه چې د قوانینو د تصویب صلاحیت او قدرت د کانګرس په لاس کی دی او د کانګرس د ولسی جرګی کنترول د هغه د مخالف ګوند، جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.

د ولسي جرګې نوی رئیس کیوین مکارتي، چې د سه شنبې په شپه به د ولسمشر شاته ناست وي، د بایډن سره په دې بحث کې ګیر دی چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې څنګه ولګول شي. جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې حکومتي لګښتونه ډېر کم شي.

مکارتي وویل: "زما خبره بیخي واضح ده. په دې کې کومه لاره چې اوس مونږ روان یو، نور په هغه لار تللی نه شو. په یوې متوازنې لارې د تللو دپاره، باید په دغه مسیر کې بدلون راوړو. څنګه دا بدلون راوړلی شو؟ په دې به بحثونه کوو."

ښاغلی سوري وایي، مکارتي به د بایډن شا ته ناست او خلک به د ولسمشر د کلنۍ وینا په دوران کې، د کیون مکارتی حرکات څاري.

سوري زیاته کړه: "خلک به ګوري چې تندی یې تریو دی، په قهر دی، خلق یې تنګ دی، موافق نه ښکاري، یا داسې معلومیږي چې هیڅ شی نه مني. خو که چیرې د ولسمشر بایډن خبرې ورته په زړه پورې وي او ډیر خوشحاله معلوم شي، بیا، نو معلومداره خبره ده چې د خپل ګوند ښي اړخي به ترې ځان جلا کړي. په ولسي جرګه کې او په ګوند کې دغه وړه ډله غواړي چې هغه، د ولسمشر سره مقابله وکړي."

د پالیسۍ دغسی مختلط سیاستونه، تظاهر او کرکټرونه به د سه شنبې په شپه د بایډن د خبرو په دوران کی ښه سم دم څرګند شی.