ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن را روانه چارشنبې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره وګوري چې تیره اوونۍ یې د بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ماتې ورکړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سولیوان یکشنبه نومبر ۱۰ ( لړم ۲۰) وویل چې پدې ملاقات کې به جو بایډن د ډونالډ ټرمپ سره د مهمو کورنیو او بهرنیو پالیسو په هکله وغږیږي او ترې وبه وغواړي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې اوکراین یوازې پرې نږدي.
سپیې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس بایډن ټرمپ ته بلنه ورکړې چې د چارشنبې په ورځ د اوال آفس کې ورسره وګوري.
ښاغلي سلیوان ویلي چې دواړه مشران به د هغه څه په هکله خبرې وکړي چې په اروپا، آسیا او منځني ختیځ کې روان دي.
سره لدې چې د ملي امنیت شورا سلاکار په ځانګړې توګه کومه موضوع یاده نده کړه چې ټرمپ او بایډن به پرې وغږیږي خو هیڅ شک نشته چې په اوکراین کې د روسیې جګړې په هکله به ونه غږیږي – هغه جګړه چې ټرمپ یې په چټکۍ سره د پای ته رسولو ژمنه کړې- خو دا یې ندي ویلي چې څنګه.
سلیوان د اوکراین سره د متحده ایالاتو ژمنو د دوام په هکله وویل، " جمهور رئیس بایډن به په راتلونکو ۷۰ ورځو کې دا فرصت ولري چې کانګرس او راتلونکي ادارې ته دا قضیه وړاندې کړي چې متحده ایالات باید اوکراین یوازې پرې نږدي او دا چې د اوکراین یوازې پریښودل په اروپا کې د بې ثباتۍ معنی لري".
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دواړو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د بري مبارکي ورکړې.
زیلینسکي ډونالډ ټرمپ ته د هغه د "اغیزمنې بریا" مبارکي ویلو تر څنګ ویلي چې هیله لري چې د ټرمپ ولسمشرۍ به "اوکراین کې عادلانه سوله رانږدې کړي."
دا مطلب هم ولولئ پوتین: له 'زړور' ټرمپ سره خبرو ته چمتو یم
د اوکراین مشر په ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي و، "زه په نړیوالو چارو کې د 'قوت له لارې د سولې' چلند ته د ولسمشر ټرمپ د ژمنې ستاینه کوم."
بل پلو بیا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د پنجشبنې په ورځ د متحدو ایالتونو نوي منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د بری مبارکي ورکړه اوویل چې چمتو دی له "زړور" ټرمپ سره خبرې وکړې.
پوتین د روسیې د سوچي په ښار کې د "والدای" په فورم کې دا څرګندونې وکړې. له پوتین څخه وپوښتل شو چې ایا له ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی، هغه وویل: "چمتو یم او غواړم له دې فرصت څخه په استفادې هغه ته مبارکي ورکړم".
پوتین د متحدو ایالتونو د ټاکنو په مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم کاندید به د روسیې په ګټه وي، ویلي وو چې غواړي جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې ووینې. بیا چې کاملا هرېس د دیموکرات ګوند کاندیده شوه، هغه یې ښودلې وه.
که ټرمپ له یوې خوا د اوکراین سره د متحده ایالاتو نظامي مرستو سره مخالف دی خو په عین حال کې یې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، څو ځله ویلي چې دا جګړه به په څو ورځو کې پای ته ورسوي او پدې یې هم ټینګار کړی چې که دی په سپینې ماڼۍ کې وی، روسیې به هیڅکله په اوکراین یرغل نه و کړی.