بایډن او ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ګوري

برحاله ولسمشر جو بایډن او راتلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې کارین ژان پییر د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) په یو بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لیدنې بلنه ورکړې ده.

اغلې پییر په خپله اکس پاڼه کې لیکلي: "ولسمشر بایډن او منتخب ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ولسمشر په دفتر کې سره وویني. "

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې د بایډن او ټرمپ ترمنځ د دې لیدنې د هدف په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې نور جزئيات به وروسته وړاندې کړي.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ په یو راپور ویلي دا لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې ولسمشر بایډن په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو له بریا وروسته په منظم ډول د واک د انتقال ژمنه وکړه.

ډونلډ ټرمپ د نومبر په پنځمه د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر له مرستیالې کاملا هریس څخه ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼې ته یې د خپل تاریخي بېرته راتګ لار هواره کړه.

ټرمپ سره له دې چې په جرمي محکومیت کې و او په خپل لومړۍ دوره کې دوه ځل استیضاح شو د تېرو ټاکنو په پرتله یې ډېرې رایې وګټلې.

د متحده ایالاتو د ټاکنو په اړه ترسره شوې نظر پوښتنې ښيي چې په امریکا کې اقتصادي وضعیت او انفلاسیون د رایې ورکوونکو لویه اندېښنه وه چې د بایډن په واکمنۍ کې د کرونا د وبا پرمهال یې لا وده وکړه.

۸۱ کلن بایډن چې په جولای میاشت کې د عمر د زیاتوالي‌ له امله له ټاکنیزو سیالیو څخه په شا شو، ټرمپ ته د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه.