بایډن د ۲۰۲۴ کال لپاره بودجه اعلان کړه خو جمهوري غوښتونکي وایي د منظوریدو چانس یې نشته

جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د استازو مجلس د مشر سره به وګوري چې د پلانونو په هکله معلومات ورکړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پنجشنبه مارچ ۹ (کب ۱۸) د ۲۰۲۴ کال لپاره د حکومتي لګښتونو ۶.۸ ټریلیون ډالر بودجه اعلان کړله چې د نوښت لسګونه پلانونه او په مالدارو امریکایانو او غټو شرکتونو د مالیې لوړول پکې شامل دي.

خو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیو چې د ښاغلي بایډن سیاسي مخالفین دي، د بودجې د اعلان څخه سمدستي وروسته وویل هیڅ امکان نشته چې دا بودجه به ومنل شي.

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې دا ځل جمهوري غوښتونکي او د سنا په مجلس کې بیا دموکراتان اکثریت څوکۍ لري.

د ښاغلي بایډن د بودجې په پلان کې د چین د اقتصادي او نظامي ځواک سره د مقابلې لپاره د ډیرو پیسو غوښتنه شوې، د کم عمرو او محسنو امریکایانو لپاره د روغتیایي خدماتو برابرول، د تعلیم لپاره نوي پروګرامونه او د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې لپاره د نویو مامورینو ټاکل کیدل هغه څه دي چې په تازه بودجې ورته د ډیرو پیسو بیلولو غوښتنه شوې.

سپینې ماڼې د بودجې په لنډیز کې ویلي چې چین د متحده ایالاتو یوازینی سیال هیواد دی چې غواړي "په اقتصادي، دپلوماتیک، نظامي او ټکنالوژۍ پورې اړوند ځواک څخه په ګټې اخیستو نړیوال نظم بدل کړي".

د بایډن حکومت داسې مهال د بودجې اعلان وکړ چې ټاکل شوې په کانګرس کې د حکومت د پور اخیستو په اندازې چې په اوس وخت کې ۳۱.۴ ټریلیون ډالره دی، بحث وشي.

که د بایډن حکومت په راتلونکو څو میاشتو کې د کانګرس سره د پور اخیستو د اندازې په ډیروالي موافقې ته ونه ورسیږي، متحده ایالات ښایي د لومړي ځل لپاره د خپلو مالي مسؤلیتونو پر ځای کولو کې پاتې راشي- داسې یو مالي بحران چې په امریکا کې به د بې روزګارۍ د ډیریدو سبب شي او په نړیوالو بازارونو به اغیر وکړي.

د استازو مجلس چې اوس پکې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، په حکومتي لګښتونو کې د کموالي غوښتنه کوي او د ډیروالي سره مخالفت لري.

جمهوري غوښتونکي وایي چې حکومتي لګښتونه د کنټرول څخه بهر دي او انفرادي پروګرامونه باید کم او یا له منځه ولاړ شي.

بل خوا بیا د بایډن حکومت په هغو امریکایانو چې په کال کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو څخه ډیر عاید لري، د مالیې ډیروالی غوښتی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د نویو پروګرامونو لپاره باید په شرکتونو هم مالیه لوړه شي.

تر اوسه معلومه نده چې جمهوري غوښتونکوي د بایډن د کوم پلان کمول یا له منځه وړل غواړي او ویلي یې دي چې بله میاشت به پدې هکله پریکړه وکړي.

جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې چمتو دی د استازو د مجلس مشر کیون مک کارتي سره هر وخت چې امکان ولري وګوري تر څو دواړه "یوه خوله" شي.