په ۲۰۲۲ کې د بایډن نړیوال محبوبیت لوړ شوی او د پوتین محبوبیت ټیټ شوی - راپور

د پیو د څېړنیز مرکز یوه وروستۍ سروې ښیي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته په ډیرو هغو هیوادونو کې چې د خلکو نظر په کې اخیستل شوی، د یو قوي مشر په سترګه کتل کیږي، په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د برید کولو له امله د خلکو ترمنځ خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د پیو د څېړنیز مرکز له خوا په ترسره شوې څېړنه کې وښودل شوه چې په ۲۰۲۲ کال کې په ۱۸ هیوادونو کې ۵۸ فیصده پوښتل شویو کسانو ویلي دوی په دې باور لري چې بایډن د نړیوالو اړیکو په اړه سم کارونه ترسره کولی شي.

خو په اوکراین باندې تر یرغل وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د محبوبیت کچه کمه شوې ده. د پیو د څېړنې له مخې، په اوسط ډول یوازې ۹ سلنه خلک باور لري چې پوتین د نړۍ لپاره ښه کارونه کولی شي.

د پیو دڅېړنیز مرکز مسول ریچارډ وایک امریکاغږ ته وویل: "په ټولو هیوادونو کې چې مونږ سروې کړې ده، د پوتین د محبوبیت کچه په کې کمه شوې ده چې دا په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په وړاندې د خلکو قوي غبرګون ښيي."

ښاغلی وایک وايي، په دغه سروې کې ډيرو خلکو د ټرمپ په پرتله بایډن غوره مشر بللی دی.

ښاغلي وایک وویل: "خلک هغه د شخصیت له پلوه پر ټرمپ غوره ګڼي. خلک هغه د ټرمپ په پرتله پوه ګڼي او پالیسۍ یې هم ډیرې خوښوي. یوه ښه بېلګه یې د اقلیم اړوند تړونونه دي. بایډن مونږ یوځل بیا د پاریس د اقلیم له توافقاتو سره یو ځای کړو. دا هغه څه دي چې د نړۍ په کچه ډیر مشهور دي."

ولسمشر بایډن د نومبر په میاشت کې د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته په کومه کې چې د هغه ډیموکرات ګوند له تمې ښه پایله ترلاسه کړه، د چین د ولسمشر شي جنپینګ او نورو اسیايي مشرانو لیدو ته ورغی.

بایډن وویل ددې ټاکنو پایلې هغه ته فرصت برابر کړی چې د چین له مشر او نورو نړیوالو مشرانو سره په خبرو کې قوي دریځ ونیسي. خو د نومبر د میاشتې منځمهاله ټاکنې د هغو جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو لپاره ښه پایله نه درلوده چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا یې ملاتړ کېده. نظرسنجیو ښودلې ده چې له امریکا بهر د امریکایي مشرتابه اعتبار په سپینې ماڼۍ که له ټرمپ څخه ولسمشر بایډن ته د قدرت له انتقال راهیسي، ښه شوی دی.

خو په امریکا کې دننه د ولسمشر بایدڼ د محبوبیت کچه د بهر په پرتله ټیټه او شاوخوا ۴۰ فیصده ده. شنونکي ددې لامل په امریکا کې د سیاسي اقلیم قطبي کېدل بولي او وايي‌ ډیر مشران د کور په پرتله په بهر کې ښه محبوبیت لري.

د شیکاګو د نړیوال اړیکو د څېړنیز مرکز غړې الیزابت شکلفورډ هم په دې باور ده چې خلک په ډیرو هیوادونو کې د بایډن له تګلارو سره موافق دي.

مېرمن شکلفورډ وویل: "خلک په دې خوشاله دي چې بایډن، امریکا بیرته نړیوالو مسایلو ته ور وګرځوله او په نړیوالو اړیکو کې یې فعالې ونډې اخیستنې ته جوګه کړله."

د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون له ډیرو هغو نړیوالو مشرانو څخه یو دی، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره یې د ناټو او اروپايي‌ اتحادیې د قوي غبرګون د مشرۍ په خاطر، له ولسمشر بایډن څخه مننه وکړه.