د امریکا او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د مخنیوي ژمنه وکړه

د امریکا او چین ولسمشرانو په تېرو دوو کلونو کې په خپلې لومړنۍ مخامخ لیدنه کې ژمنه کړې ده چې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ اختلافات به په سوله ییزه توګه هواروي او د تاوتریخوالي پېښېدو مخنیوی به کوي.

ولسمشر جو بایډن نن دوشنبې نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د اندونیزیا د بالي ټاپو په یوه عصري هوټل کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په لاس روغبړ وکړ. دواړه مشرن د بډایو هېوادونو د ټولنې (جي ۲۰) په سرمشریزه کې د ګډون دپاره اندونیزیا ته تللي دي.

د غونډې په پیل کې، بایډن وویل، له ولسمشر شي جینپینګ سره په ګډه "مسوولیت" لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو امکانات په ګوته کړي او وښيي چې "خپلمنځي اختلافات" حل کولی شي.

د چین ولسمشر وویل، "ژورو او مخلصانه خبرو" ته حاضر دی او تمه لري له ولسمشر بایډن سره په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ "اړیکې پیاوړې کړي".

دواړه مشران په داسې حال کې خبرو ته کښیني چې په خپلو هېوادونو کې یې سیاسي دریځ پیاوړی شوی دی. په امریکا کې د ولسمشر بایډن دیموکرات ګوند د سنا اکثریت ګټلی او د چین کمونیست ګوند د اکتوبر په میاشت کې په بې ساري ډول شي جینپینګ د درېیمې پنځه کلنې دورې دپاره د رهبر په توګه ونوماوه. بایډن د چین له ولسمشر سره له کتنې یوه ورځ دمخه څرګنده کړه چې د ګوند بریاوو یې په خبرو کې د هغه دریځ پیاوړی کړی دی.

اندونیزیا ته له روانېدو وړاندې، بایډن پرون یکشنبې د کمبوډیا په پایتخت پنوم پن کې د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې (آسیان) د سرمشریزې په پای کې خبریالانو ته له شي جینپینګ سره د خپلې لیدنې په اړه وویل: "زموږ تر منځ دومره سوی تفاهم نشته. باید دا روښانه کړو چې سرې کرښې مو چیرې دي... او په راتلونکو دوو کلونو کې د دواړو خواوو دپاره کوم شیان تر ټولو زیات مهم دي."

بایډن او شي په داسې حال کې ګوري چې د هېوادونو تر منځ یې په وروستیو کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو او امنیت په برخو کې اړیکې نورې هم ترینګلي شوي دي.

د ولسمشر په توګه جو بایډڼ په تکرار سره پر چین غږ کړی چې د ایغور د مسلمانانو او نورو لږکیو بشري حقونو ته پام وکړي، د هانګ کانګ د دیموکراسۍ فعالانو په خلاف زور زیاتی ودروي، د سوداګرۍ په برخه کې له اجبار او د تایوان د خپلواک ټاپو په خلاف د پاروونکو پوځي اقداماتو لاس واخلي او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه له امریکا سره د نظر اختلاف ختم کړي.

تایوان په دې وروستیو کې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ په اړیکو کې د ترینګلتیا مهمه موضوع وه. چین تایوان له خپلې خاورې جلا شوې برخه بولي خو ولسمشر بایډن په تکرار سره ویلي دي چې د چین د پوځي یرغل په صورت کې به متحده ایالات له تایوان څخه دفاع وکړي. سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن د څرګندونو د وضاحت دپاره څرګنده کړې ده چې د امریکا د "یو چین" تګلاره نده بدله شوې. ددغې تګلارې په اساس، امریکا له تایوان سره غیررسمي اړیکې او پوځي همکاري پالي خو بیجینګ ته د چین د رسمي حکومت په سترګه ګوري. په دغه تګلاره کې همدارنګه "ستراتیژیک شک" دا نه څرګندوي چې پر تایوان باندې د چین د پوځي یرغل په صورت کې د امریکا پوځ ښکېل کیږي که نه.

په اګست کې تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسې نانسي پلوسي سفر ددغې موضوع په اړه د واشنګټن او بیجینګ اړیکې نورې هم ترینګلې کړې. چین د مېرمن پلوسي د سفر په ځواب کې په پراخو پوځي تمریناتو لاس پورې کړ او په شاوخوا د سمندر په اوبو کې یې بالستیک توغندي وتوغول.

د بایډن ادارې بیا تېره میاشت، د امریکا د ملي ګټو په رڼا کې، له بیجینګ سره د سوداګرۍ په برخه کې د رقابت دپاره، چین ته د پرمختللو کمپیوټري چیپونو پر صادرولو بندیز ولګاوه. د چین چارواکو بې درنګه د واشنګټن دا اقدام وغانده.

که څه هم ولسمشر بایډن د خپلې واکمنۍ په تیرو دوو کلونو کې پنځه ځله له خپل چینايي سیال سره په تلیفون او ویډیويي کنفرانسونو کې خبرې کړي دي، خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د دواړو مشرانو مخامخ خبرې به ډیرې ګټورې وي. دا کتنه له دې امله هم مهمه ګڼل کیږي چې شي جینپینګ ددغه هېواد د کمونست ګوند د کنګرې له لارې خپله واکمني پیاوړې کړې او د چین ډیری ټیټ پوړي چارواکي نه غواړي او یا نشي کولای چې د خپل رهبر په استازیتوب خبرې کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د چین په اړه د واشنګټن په تګلاره کې د ډېر بدلون امکان نه ویني او تمه نه کوي چې د دواړو ولسمشرانو د کتنې په اړه ګډه اعلامیه خپره شي. خو سپینې ماڼۍ ویلي چې ټاکل شوې، ولسمشر بایډن له شي جینپینګ سره له ملاقات وروسته له رسنیو سره وغږیږي.