بلوڅ بیلتون غوښتونکو د پاکستاني پوځ د هغه افسر د تره زوی هم وواژه چې تیره اوونۍ یې دواړه تښتولي و

په پاکستان کې چارواکي وایي شنبه جولای ۱۶ (چنګاښ۲۴) یې د پوځ د هغه ډګروال د تره د زوی مړی پیدا کړی چې بلوڅ بیلتون غوښتونکو تیره اوونۍ دواړه د دې ولایت د زیارت د سیمې څخه د کورنۍ سره یو ځای تښتولي و.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نامه د بیلتون غوښتونکو ډلې ادعا کړې چې ډګروال لایق مرزا هغوي تښتولی او وژلی دی. د پاکستان دا پوځي د خپلې کورنۍ سره یو ځای د بلوچستان ایالت د زیارت سیمې څخه تیره اوونۍ تښتول شوی و.

ډګروال مرزا د خپلې کورنۍ سره همدې سیمې کې د چکر یو ځای ته روان و چې وسله والو پرې برید وکړ. تښتوونکو د پاکستان د دې سرتیري د کورنۍ نور غړي خوشې کړل خو هغه او د تره زوی یې عمر جاوید یې د ځان سره یوې نا معلومې سیمې ته وړی و.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د عمر جاوید مړی په یوې لښتۍ کې اچول شوی و.

د بلوچستان ولایت د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د پوځ عمر جاوید وژل غندلي او وایي چارواکي هوډ لري چې د دې سیمې څخه ترهګرۍ ختمه کړي.

د جاوید د وژل کیدو څخه وړاندې د پاکستان پوځ ویلي و چې د لټون په عملیاتو کې لږ تر لږه ۹ یاغیان وژل شوي خو د بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه د بیلتون غوښتونکو ډلې ویاند جایند بلوچ ویلي چې هغوي ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

سره لدې چې پاکستان وای په سیمه کې یې د بلوڅانو بغاوت ځپلی خو بیا هم دا ډله وخت ناوخته په همدې ولایت او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي.

د دې ډلې یو ویاند جیاند بلوڅ په یوې اعلامیې کې چې په انګریزي ژبې لیکل شوې څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې "د بلوڅانو د آزادۍ پوځ سلګونه نوي ښځینه او نارینه غړي چې په ښه توګه روزل شوي چمتو دي چې د بلوچستان او پاکستان په هرې برخې کې خونړۍ حملې وکړي".

څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم یوې ښځې په کراچۍ کې د بیجینګ فرهنګي مرکز ته نژدې په ځانمرګي برید کې د دریو چینايانو په ګډون یو شمېر خلک ووژل او ژوبل کړل. د برید مسئولیت د «بلوڅ ازادۍ غورځنګ» ومانه