د بلوڅ بیلتون غوښتونکو خبرداری: د چین په اهدافو نور خونړي بریدونه هم کوو

د بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه د پاکستان څخه بیلتون غوښتونکې ډلې پنجشبه اپریل ۲۸ (غوایي۸) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د چین په اهدافو نور بریدونه هم کوي.

دې ډلې دوه ورځې وړاندې د هغې ځانمرګې حملې د کولو ادعا هم وکړله چې د کراچۍ پوهنتون سره نږدې وشوه او د دریو چینایي اتباعو په ګډون پکې ۵ تنه ووژل شول.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د دې ډلې یو ویاند جیاند بلوڅ په یوې اعلامیې کې چې په انګریزي ژبې لیکل شوې ویلي، "د بلوڅانو د آزادۍ پوځ سلګونه نوي ښځینه او نارینه غړي چې په ښه توګه روزل شوي چمتو دي چې د بلوچستان او پاکستان په هرې برخې کې خونړۍ حملې وکړي".

پدې اعلامیې کې چین ته هم ګواښ شوی او پکې ویل شوي ، "که په بلوچستان کې خپلې ښکیلاک کوونکې پروژې بندې نکړي او د پاکستان د اشغال څخه لاس وانخلي، د لا ډیرو بریدونو سره به مخ شي".

بلوڅ بیلتون غوښتونکو دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې چین په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار اچولی څو په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي او ډیر ژر هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ د دریو چینایي ښوونکو په وژلو کې لاس لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوایي اومه) د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل:"د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نشي او کوم کسان چې ددې پیښې تر شاه دي ددې کار قیمت به ورکړي."

دا برید د کراچۍ په ښار کې د چین د انستیتوت د دروازې مخ ته هغه مهال وشو چې یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې پرځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي د چینایي کارکوونکو د بس موټر مخ ته والوزول.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې به هر قیمت وي عدالت ته راکاږي. شریف د تسلیت د وړاندې کولو په هدف په اسلام آباد کې د چین سفارته ولاړ.

پاکستان، رقیب هیواد هند د پلوڅو آزادي غوښتونکو په ملاتړ او تمویل تورنوي هغه تورونه چې د نوې ډهلي له خوا رد شوي دي.