تور قارچ څه ډول ناروغي ده او څومره ګواښوونکې ده؟

عکس (ارشیف)

د کویډ-۱۹ ناورغي له خپرېدو سره په ځینو هېوادونو لکه هند او افغانستان کې د تور قارچ په نامه د نوې ناروغۍ پیدا کېدل د خکو په منځ کې نورې اندېښنې زېږولي دي.

د تور قارچ علمي نوم میوکورمایکوزیس دی چې یو ډول کمیابه خو ګواښوونکی فنګسي یا (قارچي) عفونت دی. یاد عفونت د میوکورماسیتیس په نامه د یو ډول پوپنکې له امله پیدا کیږي.

په تور قارچ یوه اخته ناروغه

د تور قارچ عفونت له بېلا بېلو لارو لکه د سا اخیستلو، د ککړې خاورې سره سروکار درلودل، د پوپنک وهلو خوراکي توکو کارولو په وسیله انسان ته انتقالیږي. د اخته کېدو په حالت کې د انسان د سر زنې، سږې، پوستکې او مغز زیانموي.

میوکورمایکوزیس د هر سن او جنس کسان اخته کولی شي خو تر ډېره هغه کسان زیانمنوي چې د بدن دغاعي سیستم یې کمزوی وي.

تر ټولو لوی زیانونه یې دا دي چې ناروغ ښايي د سترګو لید له لاسه ورکړي، په رګونو کې وینه لخته کیږي او عصبي رشتې زیانمنیږي.

کله چې یو کس د قارق ناروغۍ په اړه په ځان شکمن وي په ځان کې یې تبه راځي، ټوخي کوي، ساه یې لنډیږي او په پوزه او د ژبې شاوخوا یې تک تور رنګ نیسي.

له دې سره سره ښه خبر دا دی چې دغه ناروغۍ ساري نه ده او پرې اخته کسان نورو ته ګواښ نه پېښوي.

تور قارچ ښايي د درملنې مخکې د مرګ سبب شي ځکه دغه ناروغي ډېره لږه پېښه شوې ده. له همدې کبله تر اوسه جوته نه ده چې څومره کسانو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره بیا هم د چارو کارپوهانو اټکل کړی چې نیم هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته دي، خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د طب ډاکټران وړاندیز کوي چې د علایمو لیدو په صورت کې دې شکمن کس ژر تر ژره خپل ځان روغتون ته ورسوي.

بر سېره پر دې د تور قارچ د مخنیوي لپاره باید د پوپنک وهلې ډوډۍ یا مېوو مخنیوی وشي او د څښاک اوبه باید پاکې وي.