د هالیوډ "تور پړانګ" مړشو 

چادویک بوزمن

د امریکا د سینما ستوری چادویک بوزمن چې د «تور پړانګ» په فلم کې خورا زیات مشهور شوی و، په ۴۳ کلنې کې مړ شو.

نوموړی له ۲۰۱۶ راپدېخوا د سرطان په رنځ اخته و.

د هغه ملګرو تېره ورځ اګست ۲۸ (وږی۷) د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې چادویک بوزمن د امریکا د لاس انجلس په ښار کې په خپل کور کې مړ شوی دی.

هغه په لومړي ځل د اتلانو د فلمونو په لړۍ"مارویل" کې د یو تورپوستي اتل رول ولوبوه.

د «تور پړانګ» فلم د اتلانو د داستانونو یوه لړۍ وه چې د اسکار د غوره فلمونو جایزو ته کاندید شوی و او څه باندې یو میلیارد ډالر یې ګټلي وو.

دا فلم ډېر ستایل شوی و او ډېر مینه وال لري.

په امریکا کې او د امریکا بهر د سینما یو شمېر وتلو څېرو او کارکوونکو د هغه پر مړینې خواشینې ښودلې ده.

د هند د سینما یوې مشهورې څېرې انوپم کهیر په خپل ټویټر کې د هغه په مړینې خواشینې ښودلې ده او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

په پام کې وه چې چادویک بوزمن د «تور پړانګ» په بل فلم کې چې په ۲۰۲۲ کې جوړېده، هم رول ولوبوي.