د اسرائیل په یوه پوځي اډه کې چاودنې نهه سرتیري ژوبل کړي

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې اسرائیلي پوځ د اکتوبر راهیسې د حماس ډلې په خلاف په غزه کې په جګړه بوخت دی.

د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ جون پنځمه (غبرګولي ۱۶) وویل چې ددغه هېواد په جنوب کې په یوه پوځي اډه کې د وسلو په ډیپو کې د چاودنې له کبله نهه اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پوځ په یوه خبرپاڼه کې د سه شنبې د ورځې د چاودنې په اړه ویل شوي: "د اسرائیل په جنوبي برخه کې په یوه پوځي اډه کې د وسلو چاودنه شوې ده." په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ټپي سرتېري تر درملنې لاندې دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، چاودنه د نېګیف دښتې په یوه اډه کې شوې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې اسرائیلي پوځ د اکتوبر راهیسې د حماس ډلې په خلاف په غزه کې په جګړه بوخت دی.

د غزې جګړه پر اسرائیل د حماس د اورپکو د اکتوبر اوومې د یو بې ساري برید په پایله کې ونښته، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو پراساس، لږترلږه ۱۱۹۴ کسان پکې ووژل شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو په عملیاتو کې لږترلږه ۳۶۵۵۰ فلسطینیان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.