د کندهار په عینو مینه کې اور لگیدنه او چاودنه

د کندهار عینو مینه

د کندهار په عینو مینه کې د مهماتو په یو ډیپو کې اور لگیدلې چې وروسته یې چاودنه کړې.

دغه پیښه د یکشنبې په ماښام (جون ٢) ددې ښارگوټي امنیتي پوستې او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاولي کرزي کور ته نږدې شوې ده.

د رپوټونو له مخې ددې پیښې پر وخت د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د ښاغلي شاولي په کور کې وو.

د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر غورځنگ افریدی وایي د دفاع سر پرست وزیر او د کندهار امنیه قوماندان د پیښې دمخه د شاولي خان کرزي له کوره وتلي وو.

ښاغلي افریدي ویلي چې د شاولي خان کرزي کور ته څیرمه په یوه پوسته کې لومړی مهماتو اور اخیستی و چې وروسته د سرتیرو مرمیو هم اور واخیست او چاودنه وشوه.

داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې گواکې په کندهار کې بمي برید شوی دی، خو ښاغلی افریدی وایي دغه رپوټونه درواغ دي.

اسدالله خالد هم ویلي چې بمي چاودنه حقیقت نلري، بلکه په یو ډیپو کې د اور د لگیدو له امله چاودنه شوې ده.

د میرویس روغتون مقاماتو د امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې له ځایه دوه ټپي شوي سرتیري دې روغتون انتقال شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم ویلي چې ښاغلي خالد او تادین خان د چاودنې پر وخت د ولایت په مقر کې د کندهار د والي سره په لیدنه کتنه بوخت وو.

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کندهار د والي سره د خبرو پر وخت

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې د کندهار په سفر دی له چاودنې څخه لږ وروسته په یوې ویبپاڼه کې په یو لنډ صوتي پیغام کې ویلي چې کندهار کې ارامي ده او هر څه تر کنترول لاندې دي.