کابل کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته نژدې جومات کې چاودنه شوې

د کورنیو چارو په وزارت کې دننه جومات

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت په محوطه کې په یو جومات کې چاودنه شوې چې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې چاودنه نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په یوه فرعي جومات کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې دغه جومات ته تر ډېره مراجعین او د دغه وزارت کار کوونکي ورتلل. ویل کیږي چې دغه چاودنه د ماسپښين لمانځه پر مهال شوې ده.

په همدې حال کې په کابل کې د ایمرجنسي‌ روغتون وايي چې له دغې پېښې څخه ورته ۲۰ زخمیان ور وستل شوي‌ چې دوه یې وار د مخه مړه شوي‌ دي. وايي په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې د چاودنې له کبله دغه روغتون ته دومره تلفات انتقالېږي.

د ایمرجنسي روغتون په خپل ټویټر کې دا هم لیکلي دي‌ چې په روان کال کې تر دې دمه دا د خپل ډول ۲۳مه پېښه ده.

ویل کېږي چې چاودنه د ماسپښین د لمانځه په مهال شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې له چاودنې او د ایمرجنسي روغتون ته د قربانیانو له انتقال وروسته ډېر شمېر طالبان په دغه روغتون کې ځای په ځای شوي‌ دي.

لا معلومه نه ده چې د پېښې قربانیان څوک دي او ایا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي مقامات هم په کې شامل دي که نه.

څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په وزارت کې دننه یو نوی جومات پرانیست.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ادعا کړې ده چې په چاودنې کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی مقام هم شته. طالبانو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او امریکا غږ هم دا ادعا نشي تائیدولای.

تر دې دمه لا چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واکمن شول او له هغه وروسته د ډېرو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی.

د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د «کاج» په نامه یو تعلیمي مرکز چاودنه وشوه چې ۳۵ تنه زده کوونکي یې ووژل او ۴۶ نور یې ژوبل کړل.