د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د کونټر پارټ پر نړیوالې ادارې د طالبانو برید ختم شو او ټول بریدګر یې ووژل.
د وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو پنځه واړه بریدګر ووژل او شاوخوا ۲۰۰ کسان یې له برید له سیمې وژغورل.
ښاغلی رحیمي وایي په برید کې د یوې مېرمنې په ګډون درې ملکیان، د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری، د پولیسو د عامه ساتنې څلور ساتوونکي او د کونټرپارټ موسسې یو ساتونکی وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي رحیمي ویلي ټپیان ټول ملکیان دي. په ټپيانو کې یو بهرنی هم شامل دی.
ارګ، یوناما او په کابل کې د متحدو ایالتونو سفارت دا برید په کلکه غندلی دی.
طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی. د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، کونټرپارټ موسسه چې د امریکا د USAID لخوا یې ملاتړ کېږي دوی ورباندې برید کړی دی.
د برید لومړني جزیات
د کابل ښار شهرنو سیمه کې لویې څارنوالۍ ته نژدې یو شمېر وسله والو پر کونټرپارټ بهرنۍ موسسې وسله وال برید کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې نن چهارشنبه (مۍ۸) ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې لومړی په سیمه کې موټر بم چاودنه شوې او وروسته یو شمېر وسله وال کونټرپارټ موسسې ته داخل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه بریدګر چې شمېر یې معلوم نه دی، دا مهال له افغان ځانګړو ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
نصرت رحیمي همدارنګه زیاته کړې چې د یادې موسسې یو تعمیر په بشپړه توګه د افغان ځواکونو لخوا تصفیه شوی او تر دا مهاله ۱۶۹ کار کوونکي ژغورل شوي دي.
شپږم تعقیب، ځانگړو ځواکونو د دشمن له وحشي خولې 7 تنه نور ملکي کسان هم وژغورل.له دې مخکې 12تنه یو ځلي،80 تنه بل ځلي،او 70 تنه بل ځلی ژغورل شوي.تروریستان د دویم تعمیر په دریم پوړ کې محاصره دي او ژر به ووژل شي.
— Nasrat Rahimi (@NasratRahimi12) May 8, 2019
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دوهم تعمیر دوه منزلونه هم تصفیه شوي او بریدګر په دریم منزل کې د افغان ځواکونو تر محاصرې لاندې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې یو بریدګر د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوی او یو بل یې لا هم مقاومت کوي.
پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر لیکلي چې د پېښې له ځایه ۹ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د چاودنې غږ د کابل ښار په زیاتو برخو کې اورېدل شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له ځایه په اخیستل شوو انځورونو کې لیدل کېږي چې له یوې ودانۍ څخه دودونه پورته کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي طالبانو په کابل کې په ننني برید سره یو بل نه بخښونکی «جنایت» تر سره کړ. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي:"طالبان باید د سولې په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، کنه د افغان زړورو ځواکونو لخوا به له منځه یووړل شي."
یوناما هم ویلي چې په یوې ملکي مېشته سیمه کې پر کونټرپارټ موسسې د طالبانو دغه قصدي برید په کلکو ټکو غندي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم پر خپل ټوېټر ویلي:"پر یوې امریکايي غیر دولتي موسسې د طالبانو برید په کلکو ټکو غندم."
Strongly condemn Taliban attack against U.S. NGO in Kabul today. The targeted organization helps local communities, trains journalists and supports the Afghan people. For this, it is the target of senseless violence. Thanks to Afghan Security Forces for rapid response.
— John R. Bass (@USAmbKabul) May 8, 2019
نوموړي ویلي چې یادې موسسې له بېوزله افغانانو سره د مرستي ترڅنګ ژورنالیستان هم روزل.
طالبان پر داسې مهال پر دغه امریکايي موسسه د برید مسؤلیت مني، چې یاده ډله همدا اوس په قطر کې له امریکايي استازو سره د افغان سولې په اړه په مذاکراتو بوخته ده.