خوست کې د کوژدې مراسمو کې چاودنې څلور تنه وژلي

عکس( ارشیف)

د خوست پوليس وايي د دغه ولايت په مرکز کې د کوژدې د خوښۍ په مراسمو کې چادونې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسؤل عادل حيدر نن جمعه سپتمبر ۱۱(وږې۲۱) امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې د مرکز اړوند د کونډيو په ستر کلي کې شوې ده.

نوموړي وويل چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځای پرځای شوي وو او د ياد کنسرت پرمهال يې چاودنه کړې ده.

عادل حيدر زياته کړه چې په وژل شويو کې دوه تنه نظاميان او دوه ملکيان دي او دغه راز په ټپيانو کې اووه ملکيان او يو نظامي کس دی، خو ويې ونه ويل چې نظاميان په کوم ارګان پورې تړاو لري.

په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي کمين خان امريکاغږ ته وويل چې موټر سايکل د کنسرت ځای ته نږدې درول شوی و او داسې مهال يې چادونه کړې چې يو شمېر خلک د راتلو او ځينو نور بيا د تلو په حال کې وو.

نوموړي په دغه چاودنه کې د ټپيانو شمېر ديارلس تنه وښود.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.