کابل ښار کې ماین چاودنې درې تنه وژلي ۱۰ ټپیان دي

عکس(ارشیف)

د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو په وینا چاودنه نن سه شنبه اکتوبر۲۷ (لړم۶) شااوخوا یوه بجه د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند «چقرک» سیمه کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر شوې ده.

تر دا مهاله د دغه ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په کابل کې دغه چاودنه پر داسې مهال کیږي چې نن په خوست کې هم د ځانګړو پولیسو پر مرکز موټر بم او ډله ییز برید شوی دی.

د خوست د روغتیا رئیس په وینا د پېښې له ځایه درې جسدونه او څه باندې ۳۰ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما پخپل کلني راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړنیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۹۳۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما زیاته کړې چې یوازې په روانه اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې ۴۰۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.