د پروان مرکز چاریکار کې ماین چاودنې یو تن وژلی پنځه ټپیان دي

عکس( ارشیف)

د پروان روغتیايي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن دوشنبه فبروري اتمه (سلواغې ۲۰) د پروان مرکز چاریکار کې د پوهنتون مخته پر یوه هایلکس موټر شوې ده.

د پروان د ملکي روغتون رئیس ډاکتر عبدالقاسم سنګین امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله یو مړی او پنځه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

ویل کیږي چې دغه چاودنه په سیمه کې د ملي امنیت منسوبینو پر هایلکس موټر شوې ده او قربانیان هم د ملي امنیت منسوبین دي.

د پروان د ملي امنیت ریاست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تیره یوه اونۍ کې په پروان ولایت کې د سړک غاړې دوهمه ماین چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

د روانې سلواغې میاشتې پر ۱۴مه د یاد ولایت د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې وه.

د یو بل خبر له مخې نن دوشنبه د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند په «امید سبز» ښار ګوټې کې پر یو هایلکس موټر چاودنه شوې ده.

د کابل پولیس وایي چې په دغه چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.