پاکستان کې په چاودنو کې لږ تر لږه ٢٦ کسان ووژل شول

داعش او جماعت الاحرار دواړو د کویټې د چاودنې د مسؤلیت د منلو ادعاوی کړې دي

په پاړه چنار دوو چاودنو لږ تر لږه ١٥ تنه وژلي او په کویټه په یوې موټربمي چاودنې کې لږ تر لږه ١١ تنه وژل شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي وزیر خان وزیر د رویترز اژانس ته ویلي چې د پاکستان په پاړه چنار کې د دریو دقیقو په فاصله کې دوه چاودنې وشوې چې په نتیجه مې یې لږ تر لږه ١٥ کسان ووژل شول.

ښاغلَي وزیر دا هم ویلي چې دغه چاودنې د جمعې په ورځ په داسې حال کې وشوې چې خلکو په بازار کې روژه ماتي ته سودا کوله.

د پاړه چنار له چاودنو دمخه په کویټه کې د پولیسو د قوماندان دفتر ته نژدې په یوه موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه ١١ تنه وژل شوي او له شلو زیات ټپیان دي.

د پولیسو یو ویاند شهزاده فرهت د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې د بلوچستان ایالت د پولیسو د قوماندان دفتر ته نژدې دغه چاودنه دومره زوروره وه چې آواز یې په ټول ښار کې اوریدل شوی دی.

د یو حکومتي روغتون ویاند وسیم بیگ ویلي چې د مړو شمیر ١١ ته رسیدلی خو د هغه په وینا یو شمیر نور سخت ټپیان دي.

له چاودنې نه څو ساعته وروسته د پاکستاني طالبانو یوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار د پیښې مسؤلیت په غاړه واخیست. ددې ډلې ویاند اسد منصور رسنیو ته ویلي چې بمي چاودنې د دوی د هغه کمپاین جز دی چې غواړي په هیواد کې اسلامي قانون نافذ شي. هغه ددې ډول نورو بریدونو گواښ هم وکړ.

د جمعې ورځې په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې برعکس ادعا وکړه چې دغه برید دوی کړی دی. دغې ډلې د بریدگر عکس هم خپور کړی او ویلي یې دي چې نوم یې ابو عثمان الخراساني و.

اسوشیتید پرس وایي ددغه دوه ډولو ادعاو ترمنځ مطابقت نشته.

له بلې خوا د بلوچستان حکومتي ویاند انورالحق کاکړ د چاودنې پړه پر گاونډي هیواد هند باندې اچولې ده خو د خپلې ادعا لپاره یې هیڅ شواهد نه دي وړاندي کړي.

بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بلوچو بیلتون غوښتونکو د یاغیگرۍ سره مخامخ دی. دوی په سیمه ایزو زیرمو کې پراخه برخه او کامله خپلواکي غواړي.