امریکا پر شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول 

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د جمعې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) پر شمالي کوريا نوي بنديزونه اعلان کړل.

د متحده ایالاتو نوي بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې شمالي کوریا په تیرو ۱۲ ورځو کې شپږ ځلې بالستیک توغندي وازمایل، هغه میزایل چې د ښاغلي بلینکن په وینا "د سرعت ، کچې او واټن له اړخه بې ساري" وو.

پیونګ یانګ وروستی ځل د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په شپږمه خپل دوه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي په داسې حال کې وتوغول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډیپلوماتانو د تړلو دروازو تر شا د شمالي کوریا د بالستیک توغنديو ازموینو ته په ځواب ویلو بحث کاوه.

شمالي کوریا د روان کال د اکټوبر په څلورمه هم یو نوی بالستیک توغندی ازمویلی و، د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د جاپان د ساحلي ګارد په وینا، دغه توغندی د جاپان له خاورې تېر شوی او په ارام سمندر کې لوېدلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې شمالي کوریا یوازې سږ کال د شپږو لرې واټن وهونکو میزایلو په ګډون ۴۱ بالیسټیک توغندي ازمایلي دي.

په دې اعلاميه کې بلينکن دا هم وويل چې امريکا د بالستيک توغندي د ازموينې په غبرګون کې د شمالي کوریا پر دووحقیقي شخصیتونو او دريو حکمي شخصیتونو باندې بنديزونه لګولي دي چې پيونګ يانګ ته د تېلو په صادراتو کې لاس لري او دا چې پيونګ يانګ دا وارداتي تیل د خپلو وسلو د پراخولو په پروګرام کې کارولي دي.

د بلینکن په وینا، د شمالي کوریا په حقوقي شخصیتونو باندې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنۍ پانګونې د کنټرول دفتر لخوا لګول شوي بندیزونو کې د نوي ختیځ د حمل نقل شرکت نیو ایسترن شیپینگ سو لتد) او د کویک کې سنګ او چن شیه هوان په نامه اشخاص شامل دي. دا اشخاص شمالي کوریا ته د تصفیه شوي تیلو په لیږد کې ښکیل دي.

بلینکن په دې اعلامیه کې ویلي چې "متحده ایالات یو څرګند پیغام استوي چې موږ به د هغو کسانو پر ضد اقدام ته دوام ورکړو چې د شمالي کوریا د پوځي وسلو د پراختیا ملاتړ کوي."

شمالي کوریا د څو لسیزو راهیسې د خپلو بالستیک توغندیو د پروګرامونو او د اټومي وسلو د پراختیا له امله له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده.

د سپټمبر په لومړیو کې شمالي کوریا د خپل اټومي وسلو قانون تعدیل کړ او وویل چې هیڅکله به د خپلو اټومي وسلو نه لاس وانخلي.