له افغانستان څخه وتل؛ بلینکن د کانګرس غړو ته ځواب ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن ژمنه کړېده چې راتلونکې اوونۍ به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو‌ په اړه د کانګرس د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

پر یو شمیر جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو سربیره خپله د جوبایډن د ګوند یو شمیر دیموکراتو غړو هم له افغانستان څخه د زرګونو امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په څرنګوالي نیوکې کړي دي.

د ښاغلي بایډن پر حکومت نیوکې هغه مهال زیاتې شوې چې د داعش یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل د هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي پوځیان او د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل.

ټاکل شوېده ښاغلی بلینکن د راتلونکې اوونۍ په سه شنبې ورځ ، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د غړو له جدي او سختو پوښتنو سره مخ شي، ځکه یوه پوښتنه داده چې ولې د تخیلې پروسه وخته نه وه پیل شوې په داسې حال کې چې بایډن وخت له وړاندې ټاکلی وو.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه د اګست په ۳۱ پای ته ورسیده خو اوس هم شاوخوا ۱۰۰ امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي او امریکایي چارواکو ژمنه کړېده که دغه امریکایي اتباع وغواړي له افغانستان څخه ووځي، له هغوی سره به مرسته وکړي.

له نیوکو سره سره، په امریکا کې عامه نظر پوښتنې ښيي چې امریکایي رایه ورکوونکي له افغانستان څخه د بایډن د وتلو له پریکړې په پراخه کچه ملاتړ کوي.

امریکایي قانون جوړونکو همدارنګه د امریکا پر استخباراتي ادارو له دې امله نیوکه کړې چې ولې هغوی ونکړای شول د طالبانو د ګړندي پرمختګ او د فوري نیول کیدو په اړه د هغې ډلې توانمندي نه وه اټکل کړې.

جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې د ښاغلي بلینکن په استعماعیه غونډه کې به د بایډن د حکومت د وروستیو اوونیو پر کارونو تمرکز وکړي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس جورج بوش په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د یوولسمې له ترهګریزو بریدونو وروسته چې پکې کابو ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د برید امر وکړ.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پریکړې دفاع کړیده او ویلي دي چې نه یې غوښټل د افغانستان نه پای ته رسیدونکې جګړه د امریکا پنځم جمهور رئیس ته په میراث پریږدي.