بلینکن پر اقتصاد، امنیت او اقلیم د خبرو لپاره ډنمارک ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او د ډنمارک صدراعظمه فریدریکسن د کتنې پر مهال

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۷) ډنمارک ته رسیدلی چې پر اقتصادي، امنیتي او اقلیم اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

ددې تر څنک به ښاغلی بلینکن د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د روانې پالیسۍ له مخې چې غواړي د خپلو متحدینو سره اړیکې پیاوړې کړي، له ډنمارکي چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي.

ښاغلی بلینکن پدې سفر کې د ډنمارک د صدراعظمې میته فریدریکسن او د هغه هیواد د ملکې دوهمې مارګریټ سره هم وکتل.

له ډنمارک وروسته به بلینکن د ایسلند مرکز ریاکجویک ته لاړ شي او هلته به د شمالي قطب د وزیرانو د شورا په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي بلینکن ویلي دي چې کوپنهاګن یې «د سفر لومړی تم ځای دی؛ چې د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) په غښتلي کولو، شمالي قطب کې په شراکت، د اقلیم د بدلون د کړکیچ په وړاندې مبارزې او نورو نړیوالو ننګونو چې ورسره مخ یو، پکې خبرې کوي .»

ټاکل شوې چې په ایسلند کې د رسمي خبرو تر څنګ ښاغلی بلینکن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا به یو فرصت وي تر څو د «روسیې سره د پیش بینۍ وړ اړیکو په ټینګولو» او نورو دوه اړخیزو مسایلو باندې خبرې وشي.