بلینکن د غزې تړون په اړه په اسرائیل او حماس فشار راوړ؛ وايي ۹۰ سلنه بشپړ شوی

بلینکن په هایتي کې د خپل سفر په مهال چې د غزې تړون ۹۰ سلنه نهايي شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (سنبله۱۵) په اسرائیل او حماس باندې فشار راوړ چې د غزې تړون نهايي کړي او د ارزونې په اساس یې وویل چې تړون ۹۰ سلنه چمتو شوی دی.

بلینکن وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د مصر او قطر د منځګړو له لوري د تړون په اړه نور معلومات وړاندې کړې او هیله دا ده چې تړون وشي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له فاکس نیوز سره په مرکې دا ارزونه رد کړه چې ګنې تړون ۹۰ سلنه چمتو شوی، هغه وویل چې تړون «لا نژدې نه دی».

بلینکن په هایتي کې په یو خبري کنفرانس کې دا ارزونه بیا تکرار کړه او ویې ویل چې «د هغه څه په اساس چې ما ولیدل، فکر کوم ۹۰ سلنه بشپړ شوی.» هغه زیاته کړه چې دا په دواړو خواو پورې اړه لري چې په پاتې مسائيلو هم هوکړه وکړي.
متحدو ایالتونو په وروستیو اوونیو کې د پاتې مسائیلو د حل لپاره وړاندیزونه سپارلي، چې په کې د مصر او غزې ترمنځ سرحد کې د اسرائيل د پوځ د حضور په اړه د نتنیاهو د نظر اختلاف هم شامل دی.

اسرائيل وايي چې د فلادلفیا (صلاح الدین) دهلیز، چې ۱۴ کیلو متر دی، په خپل کنترول کې ولري. د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې په خپلې غوښتنې ټېنګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت په دې غوښتنې یې مذاکره نه شي کېدای.

حماس اسرائيل تورن کړی چې په خپلو نویو غوښتنو سره مذاکرات غځوي، حماس وايي چې د فلادلفیا د دهلیز او په غزې کې د یو بل دهلیز کنترول په دغو غوښتنو کې شامل دی.

تر دې مخکې ولسمشر بايډن ویلي وو چې اسرائيل د غزې د تړون په اړه کافي کار نه دی کړی. بايډن ویلي وو چې مذاکره کوونکي یو نهايي وړاندیز ته، چې اسرائیل او حماس ته به وسپارل شي، ډېر نژدي شوي‌ دي.

امریکا، مصر او قطر له څو میاشتو راهېسې هڅه کوي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ تړون وشي چې په غزې کې اوربند وشي او یرغمل شوي خوشي شي.

اسرائیلي مقامات وايی چې د تېرکال په اکتوبر کې د حماس بریدګرو په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرائيل وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تقریبآ ۴۱زره فلسطینیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.