دامریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن جمعه مۍ ۱۴ (غوايي۲۴) له ولسمشر محمد اشرف غني سره غږېدلی دی.
ښاغلي بلینکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې په کابل کې د نجونو په ښوونځي د برید او نورو بریدونو کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
ښاغلي بلینکن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې له ښاغلي غني سره په افغانستان کې د سولې د بهیر د چټکتیا او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.
Spoke with our partner, Afghan President @AshrafGhani, on regional efforts to advance the peace process and to convey my condolences for the unspeakable losses suffered in the attack on the Sayed Al-Shuhada school last week. We support our partnership and Afghan security forces.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) May 14, 2021
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په ټویټر کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزیر د امریکا-افغانستان د ملګرتیا او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره قاطع ملاتړ څرګند کړ.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دواړو مشرانو په «افغانستان کې د ملي یوالي په ارزښت او د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره» د سیمې په هلو ځلو خبرې وکړې.
دا خبرې داسې مهال شوې چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو او افغان حکومت په اختر کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی او امریکا دا ګام ستایلی دی.
په همدې حال کې د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړی مایکل مککال وايي چې ولسمشر محمداشرف غني به ژر امریکا ته راشي او له ولسمشر بایډن او نورو امريکايي سیاستوالو سره وویني.
افغان حکومت لا د ددغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.