بلینکن غني‌ ته: طالبانو سره شوی تړون بیا ارزوو 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د یوې تلفوني اړیکې په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو او تعهد سربیره د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ ۲۸ حنوري‌(سلواغې ۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ښاغلي بلینکن په دغو خبرو کې افغانستان کې سولې راوستلو ، د ټولو دخیلو غاړو ترمنځ د یو تفاهم رامنځته کیدو او یو دایمي اوربند په رامنځته کیدو په اړه ټینګار کړی او غني ته یې د خپل قوي ملاتړ ډاډ ورکړی.

بین الافغاني مذاکراتو کې چې له تیرو څو میاشتو راپدیخوا پیل شوي، لا هم کوم خاص پرمختګ ندی رامنځ ته شوی او د جو بایډن د حکومت په راتلو سره دغه پروسه لا هم په خپل ځای پاتې ده.

ښاغلي بلینکن همداراز ویلي چې د امریکا متحده ایالات به هغه توافقنامه بیا وڅیړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې امضا شوې وه تر څو وګوري چې طالبان د امضا څخه راپدیخوا په خپلو کومو تهداتو باندې دریدلي دي او د افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره یې څومره لاره هواره کړې ده.

له بلې خوا د امریکا د مالیې وزارت په یو یاداښت کې د امریکا دفاع وزارت ته لیکلي چې د القاعدې شبکې په کال ۲۰۲۰ کال د طالبانو په مرسته یو ځل بیا قوت اخیستی دی.‌ یاداښت کې راغلي چې د القاعدې ډلې د مشاورینو د یوې شبکې په مرسته له طالبانو سره خپلې اړیکې قوي کړي او دوي ته د مشورو سربیره مالي مرستې هم رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له رهبرانو څخه غوښتي دي‌چې د سولې ددغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د بشر د حقونو، مدني ازادۍ او په ټولنه کې د ښځو پراخې ونډې په برخه کې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو څخه ساتنه وکړي.